کندهار (پژواک،۱۰ وری ۹۸): د کندهار په میوند او خاکرېز ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او پولیسو تر منځ نښتې شوي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره شپه د میوند ولسوالۍ په بند تېمور سیمه کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی او د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې جګړه کې ۵ وسله وال وژل شوي او ۳ ټپيان شوي او دغه راز ۳ پولیس هم وژل شوي او يو ټپي شوی دی.
دغه راز وسله والو په خاکرېز ولسوالۍ کې هم د پولیسو د درزاب پر پوسته برید کړی او د دواړو لورو ترمنځ جګړه شوې ده.
عزيزي وویل، په دغه نښته کې ۸ وسله وال وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي او دغه راز يو پولیس وژل شوی او يوبل تن ټپي شوی دی.
وسله والو طالبانو د خاکرېز د نښتې په اړه څه نه دي ویلي، خو د میوند د پېښې په اړه وايي چې ۷ پولیس یې وژلي دي.
د دې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي پژواک ته وویل، تېره شپه یې د دغې ولسوالۍ د بند تېمور په سیمه کې د نواڼې پر پوسته برید کړی، پوسته یې نیولې او ۷ پولیس یې وژلي دي.
دغه راز دی ادعا کوي چې له پولیسو یې یوه اندازه وسلې هم نیولې دي.
خو امنیتي چارواکي د پوستې نیول کېدل ردوي.
د هوا له ګرمېدو سره دا د پولیسو پر امنیتي پوستو د شپې له پلوه د برید تازه پېښې دي.
تر دې وړاندې هم دغه ډول بریدونه شوي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن