کابل (پژواک، ١٢ وری ٩٨): یو شمېر کسان د کابل د احمدشاه بابا مېنې له روغتون څخه د يوه تشخیصيه ماشین ورکېدل په دغه روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو د کار بندولو دليل ګڼي، خو دغه ډاکټران وايي چې د ماشین له ورکېدو مخکې دغه تصمیم نیول شوی دی.
د بې پولې ډاکترانو سازمان تېره ورځ اعلان وکړ چې د کابل ښار د دولسمې حوزې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د روغتون د فعالیت ټول مسوولیت یې د عامې روغتیا وزارت ته سپارلى دى.
سرچينې د عامې روغتیا وزارت ته د دغه روغتون د چارو د سپارلو لامل نه دی روښانه کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان له لسو کلونو راهیسې د احمدشاه بابا مېنې په روغتون کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کول.
د کابل د ختیځ یو شمېر اوسېدونکو په دغه روغتون کې د بې پولې ډاکټرانو له کړنو خوښي څرګنده کړې او د احمدشاه بابا مېنې په روغتون کې یې د یاد سازمان په مرسته د دوی د کار د دوام غوښتنه وکړه.
د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکي محمد اصف احمدزي وویل، بې پولې ډاکټرانو په دغه روغتون کې په لوړ کیفیت خدمات وړاندې کول او د کابل د ختیځو سیمو خلک دغه روغتون ته ورتلل او د روغتون له خدمتونو خوښ وو.
نوموړي زیاته کړه: ((له بده مرغه خبر شوم چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان تصمیم نیولی چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت د عامې روغتیا وزارت ته وسپاري، نه پوهېږم چې د عامې روغتیا وزارت به همغه ډول خدمات وړاندې کړي او که نه؟))
نوموړي حیرانتیا وښوده چې د بې پولې ډاکټرانو په داسې حال کې دغه روغتون د عامې روغتیا وزارت ته سپاري چې د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه: ((کاشکې دغه سازمان دغه ډول پرېکړه نه وای کړې او په احمدشا بابا مېنې روغتون کې یې خپلو خدماتو ته دوام ورکړای وای.))
د احمدشا بابا مېنې یوه اوسېدونکي حضرت ولي احمدزي د یاد روغتون له خدماتو قدرداني کړې او غوښتنه یې وکړه چې په دغه روغتون کې دې بې پولې ډاکتران خپل کار ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل: ((تر کومې چې زه معلومات لرم، ویل کېږي چې په دغه روغتون کې د ۸۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت د تشخیص یو ماشین غلا شوی او له همدې امله بې پولو ډاکټرانو پرېکړه کړې چې په یاد روغتون کې خپل خدمات بند کړي.))
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان د مطبوعاتي برخې یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د یاد ماشین ورکېدل تایید کړل، خو ویې ویل، د ماشین ارزښت له ۲۰ زرو امریکايي ډالرو څخه کم و.
هغه زیاته کړه، د نري رنځ د ناروغۍ د تشخیص دغه ماشین تېر کال د لړم په میاشت کې ورک شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن