ايبک (پژواک، ٢٠ وری ٩٨): د سمنګان د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ميتان ګاز د چاودنې له امله شپږ کارګر مړه شوي دي.
د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېر ماښام د یادې ولسوالۍ د چنګاب سیمې د ډبرو سکرو د شباشک کان په یوه شخصي استخراجي تونل کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه، د دغه صوف په داخل کې د ميتان ګاز خپور شوی او وروسته یې چاودنه کړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې قربانیان د دایکنډي ولایت اوسېدونکي وو چې د ورځ مزدورۍ په بدل کې یې په دغه کان کې کار کاوه.
هغه وویل، د یادو شپږو کسانو جسدونه نن له صوف څخه را ایستل شوي او خپلوانو ته یې وسپارل شول.
دا په داسې حال کې ده چې په یاده ولسوالۍ کې د ۱۳۹۵ کال په ورته پېښه کې څلورو کسانو او په ۱۳۹۳ کال کې ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په شباشک او دهانه تور کانونو کې د ډبرو سکرو د استخراج شاوخوا زر خپلسري صوفونه موجود دي او زرګونه کسان په کې کار کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن