ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د طالبانو مرکچي پلاوي د غړو نومونه له تور لېسته ایستل شوي”

12 Apr 2019 - 17:07
12 Apr 2019 - 17:07

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۹۸): وسله وال طالبان وايي چې د سولې خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د غړو نومونه یې د نهو مياشتو لپاره د ملګرو ملتونو له تور نوملړه ایستل شوي دي.

د وسله والو طالبانو رسنيو ته ويلي: "د ملا عبدالغني برادر په ګډون ۱۴ هغه غړي له دغه نوملړه ايستل شوي چې په خبرو کې ښکېل دي".

تر دې دمه د ملګرو ملتونو سازمان څه نه دي ويلي خو له امريکا سره په خبرو کې د طالبانو يوه مهمه غوښتنه هم له تور نوملړه د دوی د مشرانو لرې کول و.

سرچينه ليکلي چې د طالبانو په مرکچي پلاوي کې پر ملا عبدالغني برادر سربېره شېر محمد عباس ستانکزی، ملا امير خان متقي، شهاب الدين دلاور، عبدالطيف منصور، مولوي عبدالسلام حنفي، ملا خيرالله خيرخواه، ملا عبدالحق وثيق، مولوي ضياءالرحمن مدني، ملا نورالله نور، سهيل شاهين او ملا فاضل مظلوم شامل دي.

دغه راز انس حقاني هم دغه پلاوي کې شامل دی، خو لا هم د افغان حکومت په بند کې دی.

د طالبانو مرکچي پلاوي په داسې ګې د ملګرو ملتونو سازمان له تور نوملړه ايستل کېږي چې ټاکل شوې د مسکو له ناستې وروسته په قطر کې د طالبانو په ګډون د افغانانو خپلمنځي دويمه ناسته ترسره شي.

د مسکو له ناستې وروسته ټاکل شوې وه چې طالب مشران پاکستان ته سفر وکړي خو له هغه وروسته چې کله افغان حکومت په دې هکله ملګرو ملتونو ته رسمي شکايت وکړ، پاکستان ته د یادې ډلې سفر لغوه شو.

دا په داسې حال کې ده چې نن وسله والو طالبانو د "الفتح" په نوم پوځي عمليات اعلان کړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version