ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر مرکز کې د ناقانونه جوړ شوو کورونو ړنګول پيل شوي

14 Apr 2019 - 14:07
14 Apr 2019 - 14:07

پل علم ( پژواک، ۲۵ وری ۹۸) د لوګر ولايت د مرکز پل علم  ښاروال  وايي چې په غير قانوني او خپلسري ډول د جوړ شويو کورونو د ړنګولو لړۍ يې پيل کړې ده.

ښاروالي وايي، چې د پل علم  ښار دننه لوېدځ لورته د مير ابدال د غره په لمن کی يو شمېر کسانو  سلګونه جريبه ځمکه غصب او په غيرقانوني ډول  يې په کې نږدې ۲۰۰۰ د استوګنې نومرې وېشلې او خلکو په کې کورونه  جوړ کړي دي.

د پل علم ښاروال نصير احمد لليزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځمکو يوې مافيايي ډلې، غاصبينو او زورواکو د پل علم ښار يوه لويه برخه ځمکه چور کړې او په خپل سر يې په کې د استوګنې نومرې جوړې کړې دي.

د هغه په وينا، کله چې د ښاروالۍ مامورین د هغوی ددې غيرقانوني کار مخه نيسي؛ نو هغوی يې پر مرګ ګواښي.

ښاروال وايي: (( د ښار دننه  د غيرقانوني کورونو د ويجاړېدو پرېکړه د ولايت په اداري مجلس  کې تاييد شوې ده  .))

د لليزي په وينا، د والي ، ولايتي شورا او امنيتي ارګانونو په همکارۍ يې ددغو غير قانوني کورونو د ړنګولو کار  پيل کړى او له غاصبينو سره به قانوني چلند وشي.

نوموړي زياته کړه، غصب شوې ځمکه د پل علم ښار تفريحي او پراختيايي سيمه وه، خو غاصبينو د شپې له تيارې څخه په ګټې اخيستو په کې کورونه جوړ کړي دي.

ښاروال وايي، د والي او نورو چارواکو او ولايتي شورا په ګډون په دې اړه يو کمېسيون جوړ شوى او د غصب شويو ځمکو او غير قانوني کورونو تثبيت يې کړى دى.

 

د هغه په وينا، د استوګنې هغه نومرې چې قانوني اسناد نه لري او په غير پلاني ساحه کې په خپل سر جوړ شوي وي په نښه شوي او د ياد کمېسيون له لارښوونې سره سم يې د ړنګولو چارې روانې دي.

ښاروال وايي، يادو کورونو ته درې ورځې وخت ورکړل شوى چې توکي ولېږدوي که چېرې داسې يې ونه کړل، نو دوى اړ دي چې اجراات وکړي.

د پل علم  ښار يوتن اوسېدونکي سيد توريالي نيوکه کړې چې له تېرو څو کلونو راهيسې ښاروالۍ خپله دنده په سمه توګه نه ده ترسره کړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version