جلال اباد (پژواک، ۲۹ وری ۹۸): د ننګرهار يو شمېر ديني عالمانو په هېواد کې د سولې لپاره له جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې ملاتړ وکړ خو پر حکومت يې غږ وکړ چې دې جرګې ته هغه اشخاص را وبلي چې د هېواد ګټو ته ژمن وي.
دوی دغه راز له طالبانو سره د سولې خبرو اترو د پيل لپاره له دواړو لورو د نړيوال تضمين اخيستو او اوربند په رامنځته کېدو هم ټينګار وکړ.
ديني عالمانو د وري په ۲۹مه د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال دا څرګندونې وکړې.
ديني عالم مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، په مشورتي لويه جرګه کې بايد هغه اشخاص ګډون وکړي چې د ولايتونو استازي وي، د ولس له حاله خبر وي او ملي ګټو ته ژمن وي.
نوموړی وايي، د ننګرهار ديني عالمان د سولې له مشورتي لويې جرګې ملاتړ کوي او دا جرګه سولې ته د زمينې برابرولو لپاره ګټوره ګڼي.
دغه راز يو بل ديني عالم مولوي عبدالغفار طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د پيل لپاره پر ځينو شرطونو ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه، تر هغه وخته چې له حکومت او طالبانو نړيوال تضمين نه وي اخيستل شوی او اوربند نه وي شوی، د مذاکراتو پيل به نه ګټه ورکړي او نه هم اصولي کار دی.
ديني عالم مولوي زېړګل بيا وويل نه يوازې د سولې مشورتي جرګه، بلکې د سولې په تړاو چې هره هڅه کېږي، نه يوازې ديني عالمان، بلکې ټول افغانان يې ملاتړي دي.
خو دی هم ټينګار پر دې کوي چې د سولې مشورتي لويه جرګه بايد د هېواد د ګټو او رښتينې سولې ته د زمينې برابرولو په موخه ترسره شي.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د افغانستان پاليسي ګروپ ادارې له لوري د ختيځ زون په کچه شاوخوا۱۵۰ کسانو د مدني ټولنو غړو د سولې په بهير کې د خلکو د غږ اورېدنې کنفرانس ترسره کړ.
په دغه کنفرانس کې د سولې په مذاکراتو، د سولې په ګټو او نورو اړخونو د کنفرانس ګډونوالو خپل نظرونه شريک کړل.
د کنفرانس يو تنظيموونکي صلاح الدين دروېش پژواک ته وويل، د دغه کنفرانس د ګډونوالو نظريات به د يو راپور له لارې د سولې عالي شورا، وسله والو طالبانو او يو شمېر نورو هغو ادارو سره شريک کړي چې د سولې راتګ لپاره کار کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن