هرات (پژواک،۲ غویی ۹۸): د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د ملي امنیت منسوبینو په دغه ولایت کې د ترهګريزو بریدونو په تور ۳۰ کسان نیولي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان د هرات د ملي امنیت ریاست د منسوبینو له خوا د تېرو لسو ورځو په جریان کې د ترهګريزو بریدونو، اختطاف، سازمان شوو جرمونو او ورانکاره فعالیتونو په تور نیول شوي دي.
جیلاني زیاته کړه، د دغو کسانو له ډلې لس تنه يې سازمان شوو جرمونو او انسان تښتونې تورن دي او پاتې نور د ځانمرګو بریدونو مسوولین دي.
هغه وويل، د یادو کسانو په نیولو سره په هرات ولایت کې د څو ترهګريزو بریدونو، اختطاف او سازمان شوو جرمونو مخه نیول شوې ده.
د هرات د والي ویاند د معلوماتو له مخې، له دغو کسانو څخه یوه اندازه جګړيز لوازم، وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د ملي امنیت شورا د مشاور د امر پر اساس، ټاکل شوې چې په هرات ولایت کې د سازمان شوو جرمونو او اختطاف سره د مبارزې ځانګړې قطعه جوړه او په نږدې راتلونکي کې فعالیت پیل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن