کابل (پژواک، ۴ غویی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسي جرګې ته له یوولسو ټاکنیزو حوزو د ۴۴ ښځو په ګډون بریالیو ۸۹ نوماندانو ته باورلیکونه ورکړل.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې مخکې هم د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲۰مه ولسي جرګې ته له ۱۸ ټاکنیزو حوزو بریالیو ۸۰ نوماندانو ته ټاکنیزې وثیقې وېشلې وې.
د ولسي جرګې ټاکنې له غزني ولایت پرته په ټول هېواد کې تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې.
د ټاکنو کمېسیون تر اوسه د لغمان، دایکنډي، سمنګان، جوزجان، بامیانو، پروان، زابل، فاریاب، نورستان، نیمروز، کونړ، کاپیسا، پنجشېر، خوست، بدخشان، سرپل، اروزګان، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار، بادغیس، ننګرهار، لوګر، هلمند، کندهار او اهل هنودو حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو د کوچیانو د حوزې په ګډون یې د کابل، میدان وردګو، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ پایلې تر اوسه نه دي اعلان کړې.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په کابل کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو په شتون کې په دې مناسبت نیول شوو مراسمو ته وویل، د کمېسیون د نوو غړو له خوا د یوولسو ټاکنیزو حوزو پایلې اعلان او بریالیو نوماندانو ته ټاکنیز باورلیکونه ووېشل شول.
نوموړي زیاته کړه: ((نوې رهبري د خلکو له رایو دفاع ته ژمنه ده، په دې موده کې مو د امکان تر کچې هڅه وکړه چې پاکې رایې له ناپاکو جلا کړو.))
د ده په خبره، نن د بادغیس، بلخ، پکتیا، تخار، غور، هرات، ننګرهار، هلمند، لوګر، کندهار او اهل هنودو حوزو بریالیو نوماندانو ته ټاکنیز باورلیکونه ورکړل شول.
نورستانۍ زیاته کړه، د کمېسیون د نوو غړو له دندو وروسته اداري او عملیاتي چارو ته پر رسېدو سربېره د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنو د عملیاتي پلان طرحه، د غزني ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو د عملیاتي پلان طرحه، د ولسمشرۍ، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د مهالوېش طرحه او د نوماندانو د پچې اچونې د کړنلارې طرحه جوړه شوې او ډېر ژر به د رایو په پاڼو کې د نوماندانو د ځای مشخصولو لپاره بچه واچول شي.
هغې دغه راز زیاته کړه، د اوو ولایتونو د رایو ورکوونکو نوملړ چاپ او لېږل شوی څو رایه ورکوونکي په راتلونکي کې د رایې له حقه بې برخې نه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن