ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلاب ځپلو ته د حکومت د نه پاملرنې له امله د کاپیسا خلکو لاریون کړی

25 Apr 2019 - 11:36
25 Apr 2019 - 11:36

محمودراقي (پژواک، ٥ غويی ٩٨): د کاپيسا د مرکز محمودراقي يو شمېر اوسېدونکو د سېلابونو د راوتلو پر وړاندې د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون کې د دغه ولايت عمومي لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

لاريون کوونکي وايي چې له څه مودې راهيسې د دوی سيمې ته د سېلابونو ګواښ متوجه و، خو حکومت په دې برخه کې هېڅ اقدام ونه کړ.

د لاريون کوونکو له ډلې خيرالله د غويي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز محمودراقي په ډېرو سيمو کې سېلابونه راغلي او خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي دي.

هغه وايي: ((حکومت پر دې ښه خبر و چې دلته سېلابونه راځي خو نه يې استنادي دېوالونه جوړ کړل او نه يې هم کوم بل څه وکړل.))

دغه راز بل لاريون کوونکي اجمل پژواک ته وويل چې لاريون کوونکو د محمودراقي عمومي سړک تړلى چې له امله يې موټر نه شي کولاى تګاب، نجراب او اله ساى ولسواليو ته سفر وکړي.

ده زياته کړه چې د دغو سېلابونو له امله زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه او يو شمېر کورونه له منځه تللي خو چا ته په کې ځاني زيان نه دى اوښتى.

يادو لاريون کوونکو ويل چې تر هغه به دغه لار تړلې وي څو حکومت دوى ته قانع کوونکى ځواب ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک ته وويل چې د سېلاب ځپلو سيمو ته د سروې ټيمونه لېږل شوي دي.

دى وايي: ((له سروې وروسته موږ له ټولو سېلاب ځپلو کورنيو سره مرستې کوو او کومې سيمې چې د سېلاب له ګواښ سره مخ دي، د هغو لپاره به هم اقدام وشي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، د مرکز تر څنګ په تګاب، نجراب، اله ساى، اول کوهستان، دويم کوهستان او کوهبند ولسواليو کې هم سېلابونو خلک ځپلي دي.

د ده په وينا، تر اوسه له شاخوا سلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې شوې دي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د کاپيسا تر څنګ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله شاوخوا ١٣٠ کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version