ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوو نورو سياسي خوځښتونو هم د سولې مشورتي جرګه تحريم کړه

27 Apr 2019 - 14:22
27 Apr 2019 - 14:22

کابل (پژواک، ۷ غويى ۹۸):دوو نورو سياسي خوځښتونو هم د سولې مشورتي لويه جرګه تحريم کړه، دغه جرګه يې کمپايني غونډه وبلله، ويې ويل چې د دې ډول غونډو پر ځاى دې د سولې لپاره عملي ګامونه پورته شي.

ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لويه جرګه د روانې غويي مياشتې په نهمه د شاوخوا ٣٠٠٠ کسانو په ګډون کابل کې جوړه شي.

له يادو کسانو ځينې د سياسي ګوندونو مشري هم کوي، ځينو ويلي چې په دې اړه ورسره سلا نه ده شوې، د ځينو په اند دغه جرګه اجرايي واکونه لري او ځنيو هم جرګه د ولسمشر له خوا - چې هغه هم د ولسمشرۍ لپاره نوماند دى- د ټاکنيز کمپاين هڅه بللې ده.

نن د ملي ګرایانو جنبش مشر سید معروف هاشمې کابل کې خبريالانو ته وويل چې ياده جرګه نمايشي ده؛ ځکه چې ډېرو کسانو تحريم کړې ده.

هغه تور پورې کوي چې حکومت د دغې جرګې د غړيو په ټاکلو کې لاسوهنه کړې او په جرګه کې ځوانانو، مدنی او سیاسی فعالانو ته اړينه برخه نه ده ورکړل شوې.

ده وويل چې د دغې جرګې په جوړښت کې بايد له ټولو ګوندونو او مدني فعالانو سره مشوره شوې واى.

هاشمي وايي چې که لويه جرګه جوړېږي نو له سياسيونو او مدني فعالانو سره دې په مشوره جوړه شي، او که نه نو د داسې غونډو پر ځاى دې د سولې لپاره نور عملي ګامونه پورته شي.

دغه راز د افغانستان متحد ملت ګوند هم نن د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه جرګه تحريم کړې ده.

سرچينه ليکي: "په کابل کي د ثور میاشتي په نهمه نیټه ترسره کېدونکې غونډه د ارګ له لوري یوه ټاکنیزه کمپایني او د ولسمشر واک غځولو په پار جوړېدونکی غونډه ده."

دغه ګوند ادعا کوي چې ولسمشر غواړي  په ياده جرګه کې د هغه د کار مودې د غځولو په اړه د  سترې محکمي پر پرېکړه د تائید مهر ولګوي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې دا چاره هېواد له سیاسي بحران سره مخامخ کوي.

سترې محکمې د غويې په لومړۍ نېټه، د نوي ولسمشر تر ټاکلو د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د کار مودې د غځولو وړانديز تاييد کړى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version