ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار کې د ۱۲ قوماندانانو په ګډون ۵۱ وسله وال مخالفین وژل شوي

27 Apr 2019 - 13:37
27 Apr 2019 - 13:37

جلال اباد (پژواک، ۷ غويی ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د ۱۲ مهمو قوماندانانو په ګډون ۵۱ طالب او داعش وسله وال وژلي دي.

د چارواکو په خبره، په دغو عملياتو کې د ۰۲ قطعې ځواکونو ۲۷ وسله وال ژوندي نيولي او دغه راز يې لسګونه درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

په همدې تړاو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غويي په ۷مه د دغه ولايت د ملي امنيت په رياست کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چې داعش او طالب وسله والو ته د ۰۲ قطعه له لوري سخت زيانونه اوښتي دي.

نوموړی وايي، د ملي امنيت دغه ځانګړی ځواک د شمېر له پلوه کم عمليات کوي، خو د پرمختللو وسايلو په درلودو سره ډېر کامياب عمليات کوي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو مياشتو کې دغه ځواکونه توانېدلي چې د ننګرهار په لسو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال لسګونه وسله والو ته مرګ ژوبله واړوي.

چپرهار، لعلپوره، خوږياڼي، حصارک، شېرزاد، سره رود، بهسودو، غني خېل او مومنددرې ولسوالۍ او د جلال اباد ښار هغه سيمې دي چې د والي وياند وايي، يادو ځواکونو په کې په تېرو دوو مياشتو کې ځانګړي شپنې عمليات کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو عملياتو کې ۴۶ طالب او پنځه داعش وسله وال وژل شوي چې له ډلې يې ۱۲ کسان د بهرنيانو په ګډون مهم قوماندانان دي.

د والي وياند زياته کړه، په همدې موده کې عمليات کوونکو ځواکونو ۲۴ طالبان او درې داعش وسله وال ژوندي هم نيولي دي.

دی وايي، امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په عملياتو کې ۳۵ کلاشينکوفونه، پنځه پيکاوې، درې راکټ انداز، ۲۳ تومانچې، ۲۰ چره ييز ټوپک او يو شمېر نور مهمات، موټر او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي.

د والي وياند د ملي امنيت د دغو ځواکونو د عملياتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو وويل چې ډېر کله دغه مرګ ژوبله د وسله والو له لوري د خلکو په کورونو کې د پټېدو له امله رامنځته کېږي.

دی وايي: ((متاسفانه کله چې ۰۲ قطعه عمليات کوي، وسله وال په داسې ځايونو کې پټېږي چې هلته ملکي خلک، مېرمنې او ماشومان وي او بيا له هماغه ځايه پر دوی ‌ډزې کېږي چې دوی د ځان د دفاع په خاطر مقابل بريد ته اړ کېږي او ملکي مرګ  ژوبله رامنځته کېږي.))

دغه راز د کنفرانس پر مهال د ملي امنيت ادارې له لوري هغه وسلې هم رسنيو ته وښودل شوې چې د دغو عملياتو پر مهال نيول شوې وې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version