ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«په جګړه کې ښکېل لوري دې د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي»

30 Apr 2019 - 16:25
30 Apr 2019 - 16:25

کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۹۸): «د خبریالانو د همغږۍ کمېټه» په کابل کې د تېر کال د غويي د لسمې پېښې د قربانیانو د یادون تر څنګ په جګړه کې له ښکېلو لورو وغوښتل چې د بیان ازادۍ ته په احترام د خبریالانو خوندیتوب میکانیزم ته پام وکړي.

تېر کال د غويي په لسمه د کابل ښار په شش درک سیمه کې د داعش ډلې په دوو بریدونو کې د نهو خبریالانو په ګډون ۳۰ کسان ووژل شول او ۴۸ نور ټپیان شول.

د طلوع نیوز عکاس یارمحمد توخی، د فرانسې خبري اژانس عکاس شاه مری فیضي، د ازادۍ راډیو خبریالان فرشته محرم درانۍ، سباوون کاکړ او عبادالله حنانزی، د یک ټلوېزیون خبریال غازي رسولي، د یک ټلوېزیون عکاس نوروز علي رجبي، د مشعل ټلوېزیون خبریالان محمد سلیم تلاش او د مشعل ټلوېزیون عکاس علي سلیمي په یاد برید کې ووژل شول.

نن «د خبریالانو د همغږۍ کمېټه» او لسګونه خبریالان د یادو قربانیانو د لومړۍ کلیزې په پار د کابل ښار په شهر نو پارک کې راټول او د دوی یاد یې وکړ.

په دې ناسته کې خبریالانو د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته د رسېدو غوښتنه وکړه.

د «خبریالانو د همغږۍ کمېټې» په خبرپاڼه کې راغلي: ((که څه هم په وروستیو کې موږ د کمي لحاظه د رسنیو او بیان د ازادۍ د لارویانو د زیاتېدو شاهدان یو خو له بده مرغه په دې موده کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی نه یوازې کم شوی نه دی بلکې په زیاتره مواردو کې زیات شوی دی.))

سرچینه په هېواد کې د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې د بیان ازادۍ ته په احترام د خبریالانو د وژنو مخنیوی وکړي او د خبریالانو د خوندیتوب د تامین لپاره یو مشخص میکانیزم په پام کې ونیسي.

کمېټه له حکومت او عدلي او قضايي بنسټونو غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوسیو ته ورسېږي او عاملینو ته یې جزا ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((په وروستیو کلونو کې نه یوازې د بیان ازادۍ د شهیدانو کورنیو ته لازمه توجه نه ده شوې، بلکې په زیاترو مواردو کې د ځانګړو کړیو له خوا د شهید له نومه ناوړه استفاده شوې، له دې امله له نړیوالو او حکومتي سرچینو غواړو چې د بیان ازادۍ له قربانیانو سره د مرستې او لاس ورکونې لپاره په مستقیم ډول له یادو کورنیو سره په اړیکه کې شي او استفاده کوونکو ته د بیان ازادۍ د شهیدانو له وینو د ناوړه ګټه اخیستو زمینه برابره نه کړي.))

سرچینه لیکي، په هېواد کې د جګړې او نا امنۍ دوام د نورو برخو په څېر خبریالان او د رسنیو ټولنه هم زیانمن کړي، نو له دې امله کمېټه د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې په هېواد کې د رښتینې سولې لامل شي.

د خبریالانو د همغږۍ کمېټه د سولې له مرکچیانو غواړي چې د سولې خبرو په بهیر کې د بیان ازادۍ له اصل او د رسنیو له ازاد فعالیته ملاتړ وکړي او په بېلابېلو برخو کې د وروستیو کلونو لاسته راوړنې لکه بیان ازادۍ ساتنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، اطلاعاتو ته د لاسرسي او نظرونو د بیان د بهیر محدودول نور هغه موارد دي چې د هرې ورځې په تېرېدو یې خبریالان اندېښمن کړي او د حکومت له مشرتابه غواړي چې د رښتینې ډیموکراسۍ د تامین لپاره د ټولو هغو مواردو د مخنیوي لپاره اقدام وکړي چې د بیان ازداي محدودوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version