ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره ميلادي مياشت په افغانستان کې نږدې ١٩٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

1 May 2019 - 16:30
1 May 2019 - 16:30

کابل (پژواک، ۱۱ غويی ۹۸): سره له دې چې د سولې لپاره پراخه هڅې روانې دي، خو تېره ميلادي مياشت د وړمې په پرتله په افغانستان کې د مرګ ژوبله کچه شل سلنه لوړه شوې او نږدې١٩٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سولې د هڅو په دوام، درې ورځې مخکې په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه جوړه شوې او نن په قطر کې د طالبانو او امريکا متحده ايالتونو د استازو ترمنځ د سولې خبرو شپږم پړاو پيل شوى دى.

د پژواک خبري اژانس د راپور له مخې، په وړمه مارچ مياشت کې په افغانستان کې څه باندې ١٥٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو په تېره (اپرېل) مياشت کې دغه شمېر نږدې ١٩٠٠ ته لوړ شوى دى.

د پژواک خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چې د روان ميلادي کال په تېره (اپريل) مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې بريدونه شوي چې له امله يې ١٠٧٢ کسان وژل شوي او ٧٩٢ نور ټپيان دي.

دغه مرګ ژوبله په ١٥٣ بېلابېلو بريدونو کې چې د وړمې مارچ مياشتې په پرتله شل سلنه ډېر شوي، اوښتې ده.

له يادو بريدونو څخه ٥٢ د دولت وسله والو مخالفينو، ٥٠ دولتي ځواکونو او ١٤ بهرنيو ځواکونو کړي، خو د پاتې نورو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخیستى.

ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٨ کسانو ١١ ته په مخامخ نښتو، درېيو ته په هوايي بريدونو، دوو ته په چاودنو او يوه، يوه ته په هدفي وژنو او ځانمرګو بريدونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

 

 

تېره مياشت تر ټولو ډېر (٢١) بريدونه په ننګرهار، ٢٠ په غزني، ١٢ په فارياب، ١٠ په جوزجان او پاتې ٩٠ بريدونه په ٢٥ نورو ولايتونو کې شوي دي.

په اپرېل کې له باميانو، دايکنډي، اروزګان، پنجشېر او نورستان ولايتونو د بريدونو راپور نه دى ترلاسه شوى.

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې په يادو بريدونو کې تېره مياشت ټول ١٠٧٢ کسان وژل شوي او ٧٩٧ نور ټپيان دي.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړې او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

تېره مياشت هېڅ داسې ورځ نشته چې بريد نه وي شوى او مرګ ژوبله دې نه وي اوښتې خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دې مياشتې په ١٥مه په ١١ بريدونو کې اوښتې ده.

په دغو بريدونو کې ١٠٦ کسان وژل شوي او ١٤١ نور ټپيان شوي دي.

 

 

 

 

 

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تاکيتک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

د جګړو ډېروالي لاملونه

د پوځي چارو شنونکی متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي، د جګړې دواړه لوري غواړي په دې شپو ورځو کې چې د سولې خبرې روانې دي، جګړو ته زور ورکړي، څو له پوځي پلوه ځانونه برلاسي وښيي او په دې توګه او هغه څه چې په پلان کې لري، پر مقابل لوري په يو ډول نه، يو ډول ومني.

دی زياتوي، په افغانستان کې د بريدونو ډېروالي بل لامل دا هم دی چې له وسله والو مخالفينو سره ځيني هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان، ايران او روسيه مرستې کوي، څو مخالفين د هوا په ګرمېدو سره خپل بريدونه ډېر کړي او په دې توګه په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه، په ځانګړي ډول امريکا ناکامه وښيي.

د ملي دفاع وزارت وياند قيس منګل وايي دغه وزارت د سولې په خبرو کې د امتياز ترلاسه کولو په موخه نه، بلکې له خپلې خاورې د دفاع په موخه تهاجمي حالت غوره کړى دى.

هغه زياتوي: “له بده مرغه د هېواد دښمنانو هم غلچکي بريدونه ډېر کړي او زموږ د پيل شوو عملياتو پر وړاندې هم عکس العمل ښيي، خو هېڅ لاسته راوړنې نه لري؛ دا طبيعي خبره ده، کله چې بريدونه ډېر شي، د مرګ ژوبلې کچه هم ورسره لوړېږي.”

له تېرو شاوخوا ١٧ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينو نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

په افغانستان کې د تېرو کلونو تجربې ښيي چې هر کال د ژمي په موسم کې د هوا د سړېدو له امله بريدونه کمېږي خو د ګرمۍ په موسم کې جګړه او له امله يې مرګ ژوبله ډېره وي.

د روان ميلادي کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٤ سلنه کموالى راغلى خو د ٢٠١٧ له همدې مودې سره ډېر توپير نه لري.

د پژواک د راپورونو له مخې، په ٢٠١٧ کال کې نږدې ٢٥ زره، په ٢٠١٨ کال کې نږدې ٢٧ زره او د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې نږدې ٦٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خلک د هوا په ګرمېدو سره د جګړې پراخېدو اندېښمن کړي او له ښکېلو غاړو غواړي چې د سولې د روانو خبرو په درشل کې دې جګړه نه ګرموي او اوربند دې وکړي.

اوربند وکړئ!

د کابل ښار د پنځمې ناحيې اوسېدونکې لېمه سپېڅلې په کور دننه او له هېواده بهر د سولې هڅې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره يو ښه فرصت بولي او د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې دغه فرصت له لاسه ورنه کړي او نور دې جګړه ودروي.

هغې ښکېلو غاړو ته په خطاب کې وايي: “مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسېږي، اوربند وکړئ، په ګډه دا د خير کار ته ملا وتړئ څو نور مو هېوادوال ونه وژل شي.”

د فراه ښار د لومړۍ ناحيې اوسېدونکی احمد شعيب چې شاوخوا دوه کاله وړاندې يې خپل ورور په يو ځانمرګي بريد کې وژل شوى وايي: “په سوله کې خير او ښېګڼه ده، دا څلور لسيزې په بېلابېلو نومونو خپل افغانان وژنو؛ واقعاً دا ډول ژوند له دردونو ډک ژوند دی.”

هغه وايي، هر ځل چې کور ته ځي او د خپل ځوانيمرګ ورور ماشومان ويني، د ورور د مرګ درد يې بيا تازه کېږي او پوهېږي چې که دولتي سرتېرى په جګړه کې ژوند له لاسه ورکوي او يا د دولت وسله وال مخالف او ملکي وګړي، کورنۍ يې همداسې درد احساسوي.

دى پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې د سولې لپاره افغانانو ته په لاس ورغلى فرصت له لاسه ورنه کړي او د افغانانو د وينو بهېدو د درېدو لپاره قربانۍ ته چمتو شي، سوله وکړي او مخکې له دې چې د سولې خبرې پايلې ته رسېږي اوربند وکړي او په دې توګه د خپلو هېوادوالو ژوند وژغوري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version