ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

5 May 2019 - 17:43
5 May 2019 - 17:43

کندهار (پژواک، ۱۵ غويی ۹۸): د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې او جګړې شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د میوند ولسوالۍ په کلان کېچې سیمه کې وسله والو د پولیسو پر امنیتي پوستو برید کړی چې د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندان سکرتر محمد قسیم آزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې جګړه کې پنځه وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي، دغه راز ۴ پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

په خاکرېز ولسوالۍ کې بیا پولیسو وسله والو ته کمین نیولی و چې د دواړو لورو ترمنځ جګړه شوې ده.

ازاد وايي، د خاکرېز ولسوالۍ په دروېشانو سیمه کې پولیسو وسله والو طالبانو ته کمین نیولی و چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د ده په خبره، په جګړه کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

له دې ور ها خوا د کندهار- اروزګان پر لار د شاولیکوټ ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې هم د دواړو لورو ترمنځ جګړه شوې چې د امنیې قوماندان د سکرتر په وینا، پنخه وسله وال په کې وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي، دغه راز په دې جګړه کې دوه پولیس هم ټپيان شوي دي.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې بیا وسله والو د ناوې په سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید کړی دی.

ازاد وویل، پولیسو د وسله والو د برید پر وړاندې مقاومت کړی او په متقابلو ډزو کې یې ۳ وسله وال وژلي او ۱ یې ټپي کړی دی.

د ده په خبره، په دې نښته کې پولیسو ته زیان نه دی اوښتی.

دغه راز، ازاد وايي چې نن د دامان ولسوالۍ په تور کوتل سیمه کې ۳ ماشومان هغه وخت ټپیان شوي چې یوه ناچاوده سرګلولې پرې چاودنه وکړه.

د ده په خبره، ماشومانو په دغه سرګلولو لوبې کولې چې چاودېدلې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version