ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکتر میرویس: تر هغه چې والي او د عامې روغتیا وزارت نه وي سلا شوي، څوکۍ نه پرېږدم

7 May 2019 - 15:19
7 May 2019 - 15:19

مزارشريف (پژواک، ۱۷ غويى ۹۸): د مرکزي ادارې له خوا د بلخ د عامې روغتيا رياست لرې کړای شوی رييس ډاکتر ميرويس ربيع وايي چې خپله څوکۍ به هغه وخت بل کس ته پرېږدي، کله چې د بلخ والي او د عامې روغتيا وزارت هوکړې ته سره ورسېږي.

نوموړي دغه څرګندونې د غويي په ۱۷مه په مزارشريف ښار کې د مېرمنو لپاره د نسايي ولادي د ۳۶۰ بستريز نوي جوړ شوي روغتون ته د وسايلو او ناروغانو د لېږد په پروګرام کې وکړې.

هغه په دغه پروګرام کې د خپل ۱۷ کلن ماموريت راپور هم وړاندې کړ.

څه باندې دوه مياشتې وړاندې ډاکتر خليل حکمتي د بلخ د عامې روغتيا د رييس په توګه ټاکل شوی دی، خو لا هم په رسمي ډول دغه پوسټ باندې نه دی مقرر شوی.

ډاکتر حکمتي څو ورځې وړاندې پژواک خبري اژانس سره ځانګړې مرکه کې ويلي وو چې د اداري اصلاحاتو پروګرام له لارې او د روغتيا وزارت په خوښه او د ولسمشر غني په حکم د بلخ د عامې روغتيا رياست لپاره ټاکل شوی خو په وينا يې چې بلخ ولايت مقام يې په معرفي کولو کې ناغېړي کوي.

مېرويس ربيع په يادو مراسمو کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې دوی نه غواړي دغه اکاډميک او غير سياسي رياست د سياسي تقابل وسيله وګرځي.

د هغه په خبره، د بلخ خلکو بار بار مراجعه ورته کړې چې دی دې په خپله دنده کې پاتې شي او هغوی به يې ملاتړ وکړي.

ده په خپلو خبرو کې وويل چې په خپل تېر ۱۷ کلن ماموريت کې يې د بلخ د عامې روغتيا رياست له سياسي مسايلو لرې ساتلی دی.

نوموړی زياتوي، يو شمېر کسان په ده پسې په ټولنيزو رسنيو کې تبليغات کوي؛ خو په خبره يې چې يادې ادعاوې حقيقت نه لري.

د هغه په خبره، د خپلې دندې پر مهال يې د ډېرو غير قانوني کړنو او قومي تعصب مخه نيولې ده.

هغه وويل، هغه وخت به د بلخ د عامې روغتيا رياست چارې يوه نوي کس ته وسپاري، چې په اړه يې د بلخ والي او د عامې روغتيا وزارت You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version