ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنيه قوماندان د نامسوولو وسله والو لرونکو ته خبرداری ورکړی

15 May 2019 - 14:37
15 May 2019 - 14:37

جلال اباد (پژواک، ۲۵ غويی ۹۸): د ننګرهار امنيه قوماندان د دغه ولايت ټولو هغو سياسي کسانو او مخورو ته چې په کورونو کې نامسوول وسله وال ساتي، خبرداری ورکړی چې وسله وال دې له خپلو کورونو لرې کړي، که نه دوی به يې پر وړاندې عمليات ترسره کړي.

په همدې حال کې په ختيځ کې د ډاياګ يا بې وسلې کولو پروګرام مسوول اندېښنه لري چې لا هم په ننګرهار کې د نامسوولو وسله والو موجوديت ګواښوونکی دی.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل  پاسوال عبدالرقيب مبارز په يوه  خبري کنفرانس کې وويل، هغه اشخاص چې خپلو حويليو او قرارګاوو کې نامسوول وسله وال ساتي، بايد نور دغه چاره ترسره نه کړي.

نوموړی زياتوي، که څه هم له دغو اشخاصو په لومړي سر کې د دغه کار د مخنيوي غوښتنه کوي خو که يې خپله مخه ونه نيسي، نو دوی به يې پر کورونو عمليات ترسره کړي.

هغه وايي: ((هغوی چې خپلو حويليو او قرارګاوو کې غير مسوول وسله وال ساتي، په خاصه توګه جلال اباد ښار کې د رسنيو له لارې ورباندې غږ کوم چې دغه کار مه کوئ، زموږ د ښاريانو امنيت مه خرابوئ، خو دا خبرداری هم درکوم چې موږ په دې برخه کې په کلکه مبارزه کوو.))

بلخوا عام خلک او د ننګرهار ولايتي شورا ځيني غړي د امنیه قوماندان د دغو څرګندونو هرکلی کوي او هيله مند دي چې د دې عملياتو په ترسره کېدو به ښار او ولسواليو کې امنیت ډاډمن شي.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواری هم تاييدوي چې د جلال اباد ښار يو شمېر سيمو کې د ولسي جرګې د وکيلانو او ځينو نورو اشخاصو په کورونو کې نامسوول وسله وال موجود دي.

د شورا غړي اجمل عمر له پژواک سره په خبرو کې وويل، دا د ولس غوښتنه هم ده چې دغو حويليو باندې چې غير مسوول وسله وال په کې موجود وي، عمليات پرې ترسره شي.

مدني فعال عزيزالرحمن عرب هم له پژواک سره خبرو کې د دغو عملياتو د ترسره کېدو هيله مندید  او دي وايي، دغه عمليات به وکړای شي چې د ښار اوسنی امنيتي وضعيت بدل کړي.

په همدې حال کې په ختيځ کې د ډاياګ پروګرام مشر ډګروال غلام حسن صاحبزاده له پژواک سره خبرو کې په دغه ولايت کې د نا مسوول وسله والو د موجوديت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړی وايي، لا هم په دغه ولايت کې نا مسوول وسله وال او وسلې موجودی دي چې بايد د امنيت د راتګ لپاره ټولې وسلې حکومت ته تسليم کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version