ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې د ١٩ وسله والو طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه

15 May 2019 - 18:00
15 May 2019 - 18:00

ګردېز (پژواک، ٢٥ غويى ٩٨): په سوېل ختيځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر ادعا کوي چې د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او له لسو ډېر نور ټپيان دي.

دوی په خپره کړې اعلاميه کې وايي چې ياد وسله وال مخالفين هغه مهال ووژل شول چې خپلو دوه ماينونو پرې چاودنه کړې ده.

د اعلاميې په حواله، پېښه تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د مقبلو درې په توريخېلو سيمه کې د حقاني شبکې د حافظ الرشيد او نامي خان په نومونو د قوماندانانو پر ډلو شوې ده.

د ډنډپټان ولسوال ګلاب شاه ياده پېښه تاييدوي او وايي، دوه ماينونه د وسله والو طالبانو د ډلې تر منځ چاودېدلي، چې له لسو زيات وسله وال په کې وژل شوي او د ټپيانو په اړه يې تر اوسه کره معلومات نه لري.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هو، ماينونه ورپسې چاودېدلي دي، د حقاني شبکې وسله وال وو. د پنځلسو وسله والو د وژل کېدو خبره موږ ته هم دلته رسېدلې، خو د زخميانو په اړه تر اوسه دقيق معلومات نشته.))

تندر قول اردو همدارنګه ادعا کړې چې د څمکنيو ولسوالۍ اړوند په بګياړو سيمه کې يې هم په يوه نښته کې څلور وسله وال طالبان وژلي او درې نور ټپيان دي.

د څمکنيو ولسوال عيدمحمد احمدزی د پېښې په تاييدولو سره وايي چې وسله والو طالبانو په ياده سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي وو، خو د ګډو ځواکونو په ځوابي بريدونو کې ورته درانه تلفات اوښتي دي.

هغه زياته کړه چې په جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.

نوموړي وويل: ((د شپې عمليات و، تر دولس بجو جنګ و. زموږ پر پوستو يې تعرض کړی و، په هغه کې د دښمن تلفات ډېر و، څلور نفر يې مړه او درې يې زخميان شول.))

وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version