ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: لغمان کې د طالبانو د جلب او جذب یو مسوول خپل ساتونکي وژلی

15 May 2019 - 12:48
15 May 2019 - 12:48

جلال اباد (پژواک، ۲۵ غويی ۹۸): په ختيځ کې د ملي اردو چارواکي وايي، د لغمان په اليشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د دعوت يو مسوول د خپل ساتونکي له لوري وژل شوی دی.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن محمد هارون يوسفزي د غويي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، مولوي ګل محمد چې په شيخ صاحب مشهور او په لغمان کې د طالبانو د دعوت مسوول و، تېره ورځ د الیشنګ ولسوالۍ د غازي اباد  سيمه کې د خپل ساتونکي له خوا پر ډزو سره وژل شوی دی.

هغه زياته کړه، ياد وسله وال کس وروسته په دې ولسوالۍ کې له اړوندو امنيتي مسوولينو سره له خپل يو ميل وسلې سره يو ځای شوی دی.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یو سرګروپ په ګډون پنځه وسله وال طالبان ووژل شول .

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخېلو سیمې په ګنګاخېلو کلي کې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه چې د عملياتو په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او د دوی یو مرکز له منځه وړل شوی دی .

د نوموړي په وينا، په وژل شوو کسانو کې د وسله والو طالبانو سرګروپ مهراب، سلیم، کلیم الدین مشهور پر ډاکتر، قاري خان محمد مشهور په غازي فدایي او محراب شامل دي.

دغه راز د مهماتو یوه زېرمه چې په کې ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې او مهماتو شتون درلود، له منځه وړل شوې ده.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د دې عملیاتو پر مهال چې په کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی، څلور شکمن کسان هم نیول شوي چې له څېړنو وروسته به یې هویت روښانه شي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version