ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کابل ښاریان دې د ترهګریزو پېښو په مخنیوي کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي”

16 May 2019 - 13:53
16 May 2019 - 13:53

کابل (پژواک، ۲۶ غويی ۹۸): د کابل يو شمېر مدني ټولنو له ملي ځواکونو د ملاتړ د څرګندولو تر څنګ له ښاريانو وغوښتل چې د ترهګريزو پېښو په مخنيوي کې له ملي ځواکونو سره همکاري وکړي.

لسګونه مدني فعالان چې د غويي په ٢٦مه د کابل د شهرنو پارک کې راټول شوي وو، له امنيتي ځواکونو د ملاتړ د اعلان تر څنګ یې وويل چې پوليسو د خلکو په مستقيمې همکارۍ د "۱۱۹" او د ملي امنيت ځواکونو "۱۰۰۱" شمېرو له لارې د ګڼو ترهګريزو پېښو مخه نيولې ده.

د مشعل د مدني ټولنې مشر هارون فرملي وويل چې افغان ځواکونه په ډېرو سختو شرايطو کې له خپل هېواد او خپلې خاورې ساتنه کوي، په اصل کې دوی د هېواد رښتني بچيان او ساتونکي دي.

هغه زياته کړه: "له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ له افغانستانه د ملاتړ په معنا دی او ټولو افغانان د خپلو ملي ځواکونو د کړنو مديون دي."

نوموړى وايي، دوی تل د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له مېړانو او سرښندنو غوڅ ملاتړ کړی او هر وخت تيار دي چې له خپلو ځواکونو سره د جګړې ګرمو سنګرونو ته ولاړ شي.

د ځوان فکر مدني ټولنې مشر نقيب الله اکبري هم له افغان ځواکونو خپل ملاتړ اعلان وښود او ويې ويل چې د دوی د کابل د ملي امنيت له "۱۰۰۱" شمېرې د ملاتړ په موخه راټول شوي؛ ځکه چې د دې شمېرو له لارې د زرګونو ترهګريزو پېښو مخه نيول شوې ده.

هغه وايي: "دا چې زموږ اتل ځواکونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې له خپلې خاورې او خلکو ساتنه کوي، بايد کړنې يې وستايل شي؛ ځکه افغان ځواکونه زموږ د هېواد د ملا د تير حيثيت لري او د امنيتي ځواکونه وينه زموږ او ستاسو ابرو ده؛ بايد درناوی يې وکړو."

خو اکبري زياتوي، امنيتي او دفاعي ارګانونو کې د فساد شتون، د يو شمېر افغان ځواکونو د مسلکي وړتياوو ټيټوالي او د يو شمېر ځواکونو د غير ملي کړنې د دې لامل شوې چې ځيني کسان له خپلو امنيتي ځواکونو واټن نيسي او پر هغوی د اعتماد کچه راټيټه کړي.

دغه راز مدني فعالې ګيتي سادات له ملي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ وويل، وياړي چې دوى په ډېرو سختو شېبو او له خپلو کورنيو لرې له خپل وطنه دفاع کوي.

هغې وويل: "دغه ځواکونه د ژوند خوندورې شپې په غرو او رغو کې تېروي، څو موږ په پوره ډاډ ژوند وکړو؛ په حقيقت کې دوی د سولې رښتيني سفيران دي."

د سعادت لار مدني ټولنې مشرې زهره اميري د مدني ټولنو ګډه اعلاميه ولوسته، په دې اعلاميه کې له کابل ښاريانو غوښتل شوي چې د شکمنو کړنو په تړاو د ملي امنيت له "۱۰۰۱" شمېرې سره اړيکه ونيسي څو په هېواد کې د شته جرمونو کچه راټيټه شي.

په اعلاميه کې راغلي: "امنيتي او دفاعي ځواکونه په يواځې ځان نه شي کولای د ټولو پېښو مخه ونيسي نو له يادو ځواکونو مرسته د هر افغان ملي او هېوادنۍ وجيبه ده، موږ مدني ټولنې له خپلو ځواکونو د ملاتړ تر څنګ له هغوی غواړو چې د هېواد د امنيت ټينګښت له ډېره توجه وکړي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version