مزارشريف (پژواک، ۲۷غويی، ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۲۲ ولايتونو د څه باندې پنځه زره نجونو او هلکانو په ګډون د سيرت النبي سيالي تر سره شوه.
دغه سيالي نن د حضرت علی (رض) په روضه کې د بېلابېلو بنسټونو په مرسته او هڅو تر سره شوې.
د عبدالقادر توانا علمي او فرهنګي بنسټ يو له دغو بنسټونو دى.
د دغه بنسټ مشر عبدالرووف توانا پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سيالي په دې موخه تر سره شوه، چې ځوانان لا ډېر د حضرت محمد (ص) له سيرت او اخلاقو سره اشنا شي.
هغه زياته کړه چې له نبوي سيرت او اخلاقو سره د ځوانانو اشنا کېدل د دې سبب کېږي چې له دين او مذهب څخه د ناسمې ګټې اخيستو مخه ونيول شي.
دغه راز د ده په وينا د دې سيالۍ له لارې غواړي، چې خلکو کې د سولې، يووالي او يو بل منلو فرهنګ پياوړی کړي.
هغه وویل، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې دوی هر کال د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت د سيرت النبي سيالي جوړوي.
دى وايي، د هغو کسانو هر يوه ته چې په دغه سيالۍ کې لومړى، دويم او درېم مقام وګټي، يوۀ يوه نومره مځکه او شاوخوا ٣٣ زره افغانۍ ورکول کېږي.
دى زياتوي چې دغه کسان د عمرې حج ته هم لېږل کېږي او د پوهنتونونو لګښت يې هم ورکول کېږي.
د يوولسم ټولګي زده کونکې شفیقه چې په دغه سيالۍ کې يې برخه اخيستې ده، په دغه سيالۍ کې له ګډون خوښه ده.
هغې غوښتنه وکړه چې له ديني مسايلو سره د افغان ځوانانو د لا ډېر اشنا کېدو په موخه دې ورته نور پروګرامونه دې هم جوړ شي.
شفيقه وايي، چې په يوه مياشت مخکې د سيالۍ ګډونوالو ته ۴۹۹ پوښتنې ورکړل شوې وې او نن په سيالۍ که له همدغو پوښتنو سوالونه راوړل شوي و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن