چاریکار (پژواک، ۲۸ غویی ۹۸): د پروان په جبل سراج ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله، یو موټر سیند ته لوېدلی چې درې کسان په کې مړه شوي او درې نور نادرکه دي.
د پروان د ترافيکي پېښو مدیر محمد نظیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې له کابله پنجشېر ته پر لاره یو کرولا موټر د جبل سراج په مزار ګلبهار سیمه کې له سراچې موټر سره ټکر وکړ.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې کرولا موټر سیند ته لوېدلی چې په پایله کې درې سپرلي مړه شوي او درې نور تر اوس نادرکه دي.
د هغه په وینا، په پېښه کې د مړو شوو جسدونه د دغه ولایت په سیدخېل ولسوالۍ کې له سینده ترلاسه شوي او د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي وویل چې یاد شپږ کسان د پنجشېر د بازارک سیمې اوسېدونکي دي.
د یادې سرچينې د معلوماتو له مخې، د سراچې موټر سپرلي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن