مزارشريف (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۸): د بلخ پوليس وايي چې د دغه ولايت په نهرشاهي ولسوالۍ کې يې د يو سوداګر زوى د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د غبرګولي په ۴مه يوه خبري کنفرانس کې وويل چې تښتول شوی کس عزيزالله نومېږي، ۱۷ کاله عمر لري او د فارياب ولايت اصلي اوسېدونکی دی.
عادل زياتوي، دغه کس د مزارشريف ښار په يوه تجارتي مارکېټ کې کار کاوه چې د شپږږ کسانو له خوا دوه ورځې وړاندې تښتول شوی و.
د پوليسو وياند زياته کړه چې تښتوونکو د عزيزالله د خوشي کېدو په بدل کې د هغه له کورنۍ د دوه ميليونه افغانيو د ورکړې غوښتنه کړې وه.
عادل وايي، تښتوونکو دغه کس د نهرشاهي ولسوالۍ په يوه کور کې ساته چې د پوليسو د کشفي معلوماتو پر بنسټ وموندل شو او د قضيې په تړاو يو تورن کس نيول شوی او د پنځو نورو د نيولو هڅې روانې دي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند دا هم وويل چې پوليسو په مزارشريف ښار کې د حرفوي مجرمينو، غلو او نا مسووله وسله والو پر ضد جدي عمليات پيل کړي دي.
د هغه په خبره، په تېرو دوو مياشتو کې مشهور جنايتکاران يا نيول شوي او يا هم د پوليسو له خوا وژل شوي دي.
د تښتول شوي کس پلار عبدالرحمان پژواک ته وويل، له هېچا سره شخصي دښمني نه لري او نه يې هم اختطاف کوونکي له دې وړاندې پېژندل.
هغه زياتوي چې د څارويو د تجارت کاروبار کوي او زوی يې هم په همدې کار کې ورسره مرستندوی دی.
د عبدالرحمان په خبره، د زوی په تښتولو کې يې شپږ کسان ښکېل دي چې دمګړی يې د پوليسو له خوا يو تن نيول شوی دی.
نوموړي له پوليسو غوښتنه وکړه چې نور اختطاف کوونکي هم ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند واي، چې دا په ۱۳۹۸ کال کې د اختطاف لومړنۍ قضيه ده، چې په بلخ کې رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن