ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز او هلمند کې امنیتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

26 May 2019 - 11:16
26 May 2019 - 11:16

کندوزښار- لښکرګاه (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٨): په کندوز او هلمند ولايتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې پنځو امنيتي سرتېرو او ١٦ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز امنيه قوماندان سمونوال منظور ستانکزي د غبرګولي په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز ښار اړوند د زاخېل په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

دى وايي چې په دغه بريد کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او زیاتوي چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

ستانکزى زياتوي چې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او دا مهال حالات کنټرول دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په هلمند کې هم وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن عبدالقادر بهادرزي پژواک ته وويل چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو په سنګين، موسى کلا او نادعلي ولسواليو کې هوايي بريدونه کړي دي.

ده وويل چې د دغو بريدونو پر مهال د طالبانو د يوه سرګروپ صداقت په ګډون لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نوموړى وايي چې افغان ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ کې عمليات کړي چې په ترڅ کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د يادو پېښو په اړه وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version