ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي

28 May 2019 - 17:25
28 May 2019 - 17:25

پلخمري (پژواک، ۷غبرګولی ۹۸): د بغلان د ښځو چارو مسوولين وايي چې په دې ولايت کې سږ کال تراوسه د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو کې د پام وړ کمښت لیدل کېږي.

د ښځو له حقونو ملاتړي بنسټونه وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال تراوسه په بغلان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې د یاد وړ کموالی تر سترګو کېږي چې په وینا یې، لامل یې په لرو پرتو ولسوالیو کې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو پلي کول دي.

د بغلان د ښځو چارو ريیسې خدیجې یقین له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی له منځه وړلو ته ډېر کار په کار دی او دا هغه مهال شونې ده چې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي د ټولو بشري حقونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

هغې زياته کړه، دفتر ته یې د پخوا په پرتله مراجعه کوونکې زیاتې شوې، خو دا په دې معنا نه چې ګواکې ټولو سره زیاتی شوی، ډېری مېرمنې اوس له خپلو حقونو خبرې شوي او غواړي د ښه ژوند تېرولو مشورې ترلاسه کړي.

د يقين په وينا، دا هم د تاو تریخوالي پر وړاندې مثبت ګام دی او هیله منده ده چې که همداسې پر مخ ولاړ شو، کچه به یې نوره هم ښکته شي.

نوموړې زیاتوي، په تېرو دوه میاشتو کې یواځې ۲۲ مېرمنو د کورني تاوتریخوالي په اړه شکایتونه ثبت کړي چې دا د تېر کال په تناسب تراوسه ۳۰ سلنه کمښت په ګوته کوي.

هغه وايي، تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا ۱۶۵ پېښې ثبت شوې وې چې په کې د قتل، جنسي تېري، په زور ودونه او طلاق پېښې وې، خو سږکال د تېر کال په تناسب د دوه میاشتو په تېرېدو تراوسه د دغه ډول ناوړه پېښو شاهدان نه یو.

د یقین په خبره، تېر کال یې د بغلان ولایت په ۹ ولسوالیو کې د عامه پوهاوي په موخه ځايي کمېټې جوړې کړې چې په کې ښځو او نارینه وو په ګډه ناستې لرلې او د ښځو د خوندیتوب په برخه کې د ښودل شویو لارښوونو نتیجه همدا ده چې سږکال یې ګورو.

دغه راز په شمال ختیځ زون کې د بشري حقونو د کمېسیون ساحوي دفتر له ښځو د ملاتړ څانګې مسووله وحیده جلالزاده هم د تېر کال په پرتله بغلان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي پېښو د کمښت ترڅنګ په دغه ولایت کې له ښاره لرو پرتو سیمو اوسېدونکو مېرمنو له عامه پوهاوي خوښي ښيي.

هغه وايي، تېره میاشت یې د بغلان ولایت کرم عليو په نوم کلي کې له ښځو سره د لیدنې پرمهال معلومه کړه چې ډېری مېرمنو له خپلو حقونو خبر درلود چې تر ډېره کولای شي دوی په خپله د کورني تاوتریخوالي مخه ونیسي.

نوموړې هیله وښوده، که د لرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې لازمه لارښوونه دوام پیدا کړي، د تاوتریخوالي ښکار ډېری مېرمنو ژوند به عادي شي او روان کال به په بغلان کې تر تېرو ټولو کلونو داسې ځانګړى کال وي چې په کې به د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو کچه د پام وړ ښکته وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version