جلال اباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار امنیې قوماندانۍ له لوري په تېرو شپږو مياشتو کې نيول شوي ۱۳زره او ۶۸۵ کيلوګرامه بېلابېل ډول نشه يي توکي وسوځول شول.
چارواکي وايي، دغه نشه يي توکي په ۱۳۱۷ عملياتو کې ترلاسه شوي چې په تړاو يې ۳۱۶ کسان هم نيول شوي دي.
ياد نشه يي توکي د غبرګولي په ۷مه د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اړوند په سرخ دېوال سيمه کې د کورنيو چارو وزارت د پلاوي په موجوديت کې د ولايتي ادارې له لوري وسوځول شول.
په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس ته د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وويل چې په دغو نشه يي توکو کې ترياک، هيرويين، چرس، مورفين، مسکرات، جامد او مايع کمياوي مواد، کافين، پاپاورين، امفتامين او شراب شامل دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه نشه يي توکي د ګډو کورنیو ځواکونو له لوري د عملیاتو، پلټنو او نورو هلو ځلو په ترڅ کې د تېر او روان کال په شپږو مياشتو کې نيول شوي دي.
هغه وایي، د نشه یې توکو له قاچاق څخه جنایي او تروریستي ډلې ګټه اخلي، خو په ننګرهار کې یې د کوکنارو کښت او قاچاق د مخنیوي په موخه هڅې ګړندۍ کړې دي.
دغه راز د ننګرهار امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرقیب مبارز وویل چې یاد نشه یې توکې چې دیارلس زره شپږ سوه پنځه اتیا کیلوګرامه کېږي، د تېرو شپږو میاشتو په موده کې د عملیاتو پر مهال ترلاسه کړي وو چې نن یې د یو پلاوي پر وړاندې په عام محضر کې وسوځول .
هغه زیاته کړه، له ژمنې سره سم پولیسو د فساد، ترهګرۍ او نشه یې توکو د مخنیوي په موخه جدي مبارزه پیل کړې ده.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عملیاتو عمومي رييس جنرال عصمت الله بلوچ وویل چې د تېر یو کال په موده کې په ټول هيواد کې ۶۳۰ ټنه بېلابېل نشه یې توکې نیول شوي چې په جرم یې نیول شوي ۳۲۰۰ تنه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي او په یاده موده کې زرګونه میله وسلې هم ترلاسه شوي .
هغه وایي، د عملیاتو پر مهال یې د هېواد په کچه د نشه یې توکو ۱۱۰ لابراتوارونه هم له منځه وړي چې ننګرهار هم په کې شامل دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن