ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پکتيا کې ۱۴ طالبان او درې پوليس وژل شوي”

28 May 2019 - 17:13
28 May 2019 - 17:13

ګردېز (پژواک، ٧ غبرګولى ٩٨): د پکتيا سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي چې د دې ولايت په زرمت او جاني خېلو ولسواليو کې د ګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم پژواک خبري اژانس ته وويل چې ضربتي ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت د هوايي ځواک په مټ د جاني خېلو ولسوالي په اورګوړ سيمه کې عمليات تر سره کړي دي.

دى وايي، په دې عملياتو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

د جاني خېلو امنيه قوماندان دوهم څارن سيد ناصر هم د پېښې په تائيدولو سره وايي چې په عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نه دی اوښتی.

ناصر پژواک ته وويل: ((عمليات د ماخوستن له ۹ بجو پيل شول او تر شاوخوا يوې نيمې بجې پورې روان و، پنځه تنه يې له ځانه سره ژوند هم وړي دي. دا سيمې غرنۍ دي، نور معلومات يې لا نه دي رسېدلي او د زخميانو په اړه يې هم معلومات نشته.))

د امنيه قومانداني وياند سردار ولي تبسم وايي چې د زرمت ولسوالي په مموزو سيمه کې هم د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د ده په وينا، بريدونه د زرمت ولسوالي په ملاګوري سيمه کې شوي دي.

په همدي حال کې يوې امنيتي سرچينې چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د زرمت په ستوګنه کې د ملي پوليسو پر يوه پوستې بريد کړی، چې څلور پوليس په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د سرچينې په خبره، پوليسو ته د ملي اردو د ورتلونکي مرستندوی ځواک پر ټانک د ماين چاودنه کې هم څلور سرتېري ټپيان شوي دي.

خو امنيه قومانداني وايي چې په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او درې ټپيان شوي او وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د قومانداني وياند تبسم پژواک ته وويل: ((زرمت کې دوه پوليس شهيدان لرو او درې ټپيان لرو. د پوليسو مرستې ته ملي اردو سرتېري ورتلل، د هغوی پر ټانک هم انفجار شوی، دا واقعيت دی، خو درې تنه په کې زخميان شوي دي.))

خو د وسله والو طالبانو ياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې په دې عملياتو کې يوولس ملکي کسان وژل شوي او امنيتي ځواکونو له ځان سره بيولي پنځه کسان هم ملکي کسان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version