ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تېره یوه میاشت کې په غزني کې د طالبانو، ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو تلفات

29 May 2019 - 14:31
29 May 2019 - 14:31

غزني ښار (پژواک، ٨ غبرګولى ٩٨): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې په تېره يوه مياشت کې په دغه ولايت کې ٣٩٤ وسله وال طالبان، ٥٨ ملکي وګړي او ١٢ امنيتي سرتېري وژل شوي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د غزني د والي محمد عارف نوري د غبرګولي په اتمه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې افغان ځواکونو په تېره يوه مياشت کې په مقر، اندړو، واغط، قره باغ، خواجه عمري، زنخان، ده يک، ګيلان، ناوه، ګيرو اب بند او جاغوري ولسواليو کې ١٢٤ پوځي عمليات ترسره کړي دي.

نوموړی وايي چې د دغو عملياتو پر مهال د ١٨ قوماندانانو په ګډون ٣٩٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ٧٤ نور ټپيان شوي دي.

د نوري په وينا، په وژل شوو قوماندانانو کې قاري بشير، ملا ريحان، اسامه، محمد حکيم، طه، ملا رحمت الله، سبحان، ابو خالد، زېړګل، عبيده، شعيب، عمري، ملا شينوارى، معاذ الله، فياض، زاهدالله او منور شامل دي.

ده وويل چې د دغو عملياتو په جریان کې د طالبانو تر څنګ ٣٧ ملکي وګړي او ١٢ امنيتي سرتېري هم وژل شوي دي.

هغه زياتوي، په همدې حال کې د وسله والو طالبانو په غلچکي بريدونو کې شپږ امنيتي سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

نوري وايي چې په تېره يوه مياشت کې د طالبانو د بريدونو له امله ٢١ ملکي وګړي وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي دي.

خو د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد صديق بيا وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال ډېرى وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

هغه د بېلګې په توګه وويل: ((څو ورځې مخکې يې د خانې په سيمه هوايي کې بريد وکړ چې د طالبانو تر څنګ شپږ عام کسان هم په کې مړه شول.))

بل لور ته د نوري د څرګندونو په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په تېره يوه مياشت کې په غزني طالبانو ته په دومره لوړه شمېره مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د طالبانو په پرتله ملکي خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، د غزني له ١٨ څخه ١٤ ولسوالۍ له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version