کابل(پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۸): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کېدل سره کرښه بولي او وايي، په یادو ټاکنو کې به د رایې ورکولو ۵۳۸۳ مرکزونه فعال وي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړو، بهرنیو کمېشنرانو او مدني فعالانو په هغه غونډه کې ګډون درلود چې نن په کابل کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د رایې ورکولو د مرکزونو د څېړنې او تصویب لپاره جوړه شوې وه.
د ټاکنو کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په دې ناسته کې وویل، د هېواد د ۳۴ ولایتونو د رایې ورکولو مرکزونه ددغه کمېسیون د کمېشنرانو تر تازه ارزونې وروسته تصویب شول.
هغې زیاته کړه: ((په نننۍ علني ناسته کې د رایې ورکولو له ټولو ۷۳۸۵ مرکزونو۵۳۸۳ فعال مرکزونه او ۲۰۰۲ غیر فعال مرکزونه د کمېشنرانو له خوا تصویب شول.))
نوموړې وویل، په راتلونکو ټاکنو کې په غزني کې له ۴۰۶ مرکزونو څخه ۲۴۷ مرکزونه خلاص او ۱۵۹ نور به يې د ناامنۍ او نوم نه ثبت له امله تړلي وي.
د سیمه ییزو عملیاتو د ریاست سرپرست خیبر سعیدي ددې په روښانولو چې د رایې ورکوونکو نوم لیکنه شاوخوا پنځه میاشتې وخت ته اړتیا لري وویل، د وخت د کمښت او کافي ځواک د نشتون له امله د هېواد په یو شمېر ناامنو سیمو کې د رایې ورکوونکو نوم لیکنه او د ټاکنو ترسره کېدل ناشوني دي.
هغه وویل: ((که د تړل شوو مرکزونو د سیمو امنیت هم وساتل شي بیا هم په یادو سیمو کې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې او په ټاکنو د ترسره کېدو امکان نه شته.))
د ټاکنو کمېسیون د دارالانشا رییس جبیب الرحمن ننګ ددې ناستې په یوه برخه کې ددې په روښانولو چې ولسمشرۍ ټاکنو ته تیاری روان دی وویل: ((د تلې شپږمه سره کرښه ده او موږ په دې نېټه رڼې، متفاوتې او د ټولو د منلو وړ ټاکنې ترسره کوو.))
نوموړي د عملیاتي پلان د جوړولو لپاره د ټاکنو کمېسیون او نړیوالې ټولنې د ټېم د ګډ کار خبر ورکړ او ویې ویل، تر راتلوونکو دوو ورځو به همکارۍ مشخصې شي.
نوموړي د هېواد ۳۴ ولایتونو ته د ټاکنیزو توکو د انتقال خبر ورکړ او زیاته یې کړه، دغه مواد د ولایتونو له مرکز څخه ۱۲۴ ولسوالیو ته د هوا او ځکمې له لارې انتقال شوي، پاتې مواد د رایې ورکوونکو تر تقویتي نوم لیکنې مخکې لېږل کېږي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، تقویتي نوم لیکنه تر راتلونکو اوو ورځو په ټولو ولایتونو کې پیلېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و، د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره کېږي خو درې ورځې مخکې یې اعلان وکړ چې د روان کال د تلې په شپږمه به یوازې ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن