کابل (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٨): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې په هېواد کې روانه جګړه د پرديو د ګټو لپاره ده او له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې له جګړې لاس واخلي.
نوموړي دغه څرګندونې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې کړې دي.
هغه په دغه پيغام کې ټولو افغانانو او مسلمانانو ته د اختر مبارکي ويلې او دعا يې کړې چې د مسلمانانو د روژې مبارکې مياشتې عبادتونه قبول شي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، له بده مرغه چې په هېواد کې د پردیو د ګټو لپاره په روانه جګړه کې هره ورځ ګڼ شمېر هېوادوال خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي او کورنۍ یې د غم پر ټغر کښېني.
هغه زياته کړې، د افغانانو پر وړاندې له نظامي عملیاتو سره، په هر عنوان چې وي، خپل کلک مخالفت څرګندوي او د سولې له روانو هڅو سره یې په مطلق تضاد کې بولي.
حامد کرزي یو ځل بیا په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتنه کړې چې د یو بل پر وړاندې نظامي عملیات، چاودنې او په رسنیو کې له جنګي او له نفرته ډک تبلیغات بند کړي.
هغه د امریکا پر متحده ایالتونو غږ کړى چې د افغانانو د کلیو او کورونو له بمبارولو، شپنيو عملیاتو او ټولو هغو اعمالو لاس واخلي چې د سولې له پروسې سره په تضاد کې دي او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره دې واضح، رښتیني او کوټلي ګامونه اوچت کړي.
کرزي هيله څرګنده کړې چې دواړه خواوې سولې ته د ژمنتیا او حسن نیت په توګه، بی ګناه او معذور بندیان له بنده خوشي کړي او په هېواد کې د صمیمیت او ورورګلوي فضا په رامنځته کولو سره سولې ته د رسېدو لاره هواره کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن