ترینکوټ (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۸): په اروزګان کې وروستیو ناامنیو او د دغه ولایت له مرکز ترینکوټ سره د ولسوالیو او لرو پرتو سیمو د لویو لارو بندېدو اختر کمرنګه کړی او تر ۸۰ سلنه خلک یې د اختر له خوښیو بې برخې پاتې دي.
د ترینکوټ ښاریان او د اختر مېلې ته راغلي کسان وایي چې په دغه ولایت کې وروستيو جګړو او د لویو لارو بندښت نه یوازې د خلکو عادي ژوند له کړاوونو ډک کړی، بلکي یو شمېر ملي او د خوښیو ورځې یې هم کمرنګه کړې او د خلکو خوښۍ یې تروړلې دي.
د ترینکوټ یوه اوسېدونکي پاچا اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، څو کاله مخکې د ولسوالیو او لرو پرتو سیمو خلک به هره ورځ د مېلو لپاره ترینکوټ ښار ته راتلل او دغلته به یې درې ورځې په خوښیو او اتڼوڼو لمانځلې؛ خو اوس اخترونه کمرنګه او بې مینې شوي، یوازې هغه خلک ښار ته ورځي چې په امنو سیمو کې اوسېږي او ترینکوټ ته یې لارې خلاصې دي.
د یاد ښار یوه بل اوسېدونکي سید کریم هم وویل چې دوی به پخوا په اخترونو کې تر اوو ورځو په ترینکوټ او بیا چورې ولسوالۍ ته د مېلې لپاره تلل، خو له تېرو درېیو کلونو راهیسې نه د ولسوالۍ خلک مرکز ترینکوټ او نه د دې سیمې اوسېدونکي ولسوالیو ته د مېلو لپاره تللي دي.
هغه زیاته کړه، هیله یې درلوده چې د جګړې دواړه غاړې به په اختر ورځو کې لنډمهال اوربند اعلان کړي، څو دغه ورځې په خوښۍ تېرې کړي خو له بده مرغه چې دغه کار یې ونه کړ.
سید کریم د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې نور دې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او سوله دې وکړي څو خلک په یوه رامه او خوندي فضا کې خپل ژوند وکړي.
د یادونې ده، د ترینکوټ خلک معمولاً د اختر ورځې د هګيو په جنګولو، غېږ نیولو او اتڼوڼو سره لمانځي او د ډوډۍ خوړلو لپاره هوټلونو ته ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن