کابل (پژواک، ١٨ غبرګولی ٩٨): د اختر په درېیو ورځو کې په کابل، کندهار هرات او غزني ولایتونو کې ٨ تنه مړه او ٤٣٩ کسان ټپیان شوي دي.
د کابل د ترافیکو مدیریت د ترافیکي پېښو مدیر سمونمل عبدالشکور خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د اختر په درېیو ورځو کې په کابل کې درې ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، یادې پېښې د کابل ښار په څرخي پله سیمه، پغمان او قره باغ ولسوالیو کې رامنځته شوې دي.
په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند عارف نوري پژواک ته وویل، د اختر په درېیو ورځو کې په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې یوه نجلۍ او یو هلک خپل ژوند له لاسه ورکړی او د اوو ماشومانو، دوو ښځو او ۱۵ لویانو په ګډون ۲۴ کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي د موټرچلوونکو بې احتیاطي د دې پېښو د رامنځته کېدو لامل وباله.
په ورته وخت کې د غزني ولایتي روغتون نوکریوال ډاکتر نورالله وویل، د اختر په ورځو کې د ترافیکو پېښو ټپیان دغه روغتون ته انتقال شوي چې د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ښې درملنې لپاره کابل ته وړل شوي دي.
بلخوا د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب ډاکتر محمد عارف جلالي پژواک ته وویل، په تېرو څلورو ورځو کې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله یو تن مړ او ۲۳۱ کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه، ټپیان یاد روغتون ته انتقال شوي او د ۲۰ کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د يو بل خبر له مخې، په کندهار کې د اختر په دریو ورځو کې ګڼې ترافیکي پېښې شوي چې ۲ یې مړه کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۷۳ تنه ټپيان کړي دي.
دغه پېښې په کندهار ښار او ولسوالیو کې د بېلابېلو وسایطو د ټکرونو له امله شوي دي.
په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون سرطبیب ډاکټر محمد قاسم پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې د اختر په دریو ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ده په خبره، د ټپيانو په ډله کې ۵۹ یې ماشومان، ۱۵ ښځې او نور نارینه دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن