ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوم لیکنه کېږي

8 Jun 2019 - 17:42
8 Jun 2019 - 17:42

کندهار (پژواک، ۱۸ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو اړوند د تقویتي نوم لیکنې لپاره به په کندهار ښار او ټولو ولسوالیو کې ۲۸ مرکزونه پرانیستي وي.

د هېواد د نورو ولایتونو په څېر نن د غبرګولي په ۱۸مه په کندهار کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې لړۍ پيل شوه.

په دغه مراسمو کې د کندهار مرستیال والي عبدلحنان منیب، د کندهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني، د ولایتي شورا غړو او نورو چارواکو ګډون کړی وو.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر هاشم دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار په کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې به ۱۱ مرکزونه پرانیستي وي.

هغه زیاته کړه، دغه پروسه به د کندهار په ټولو ولسوالیو کې پلې شي او یوه ولسوالي به هم د نوم لیکنې له بهیر څخه نه پاتې کېږي.

د ده په خبره، هغه افغانان چې تازه یې د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړی وي، له بهر څخه هېواد ته راستانه شوي وي او یا یې کندهار ته نقل مکان کړی وي، کولای شي پر خپلو تذکرو سټېکرونه ووهي.

نوموړي وویل، د کندهار ښار او ولسوالیو په ټولو مرکزونو کې نارینه او ښځینه کارکوونکي په دندو ګومارل شوي او د نوم لیکنې دغه مرکزونه به تر راتلونکو ۱۵ورځو پرانیستي وي.

د کندهار د والي مرستیال عبدالحنان منیب وویل، د نوم لیکنې د بهیر له پيل کېدو سره سم دې ټولې تخنیکي ستونزې تشخیص او پر وخت حل شي څو د پارلماني ټاکنو د نوم لیکنې په څېر ستونزې بیا پېښې نه شي.

د پارلماني ټاکنو د نوم لیکنې پر مهال په کندهار ښار او یو شمېر ولسوالیو کې په وار وار سټېکرونه خلاص او د اړتیا وړ نور توکي کم شول چې دغه بهیر یې څو ځلې له خنډ او ځنډ سره مخ کړ.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ولایتي شورا، رسني او مدني ټولنې او مېرمنې دې خلک وهڅوي چې د نوم لیکنې په پروسه کې برخه واخلي او د ولسمشرۍ د ټاکنو پر مهال د خپل زعیم د ټاکلو حق تر لاسه کړي.

د ولایتي شورا غړي نعمت الله شېردلي هم غوښتنه وکړه چې د نوم لیکنې او مراجعینو د امنیت د خوندیتوب لپاره دې کار وشي څو خلک په ډاډه زړه په دې پروسه کې ګډون وکړي او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره چمتو شي.

هغه د دغې پروسې پر روڼیتا هم ټینګار وکړ او ویې ويل، دا د خلکو حق دی چې د رڼو ټاکنو له لارې خلک خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version