ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سېلاب قول اردو: د ولسمشرۍ تر ټاکنو به د ننګرهار د ټولو ولسوالیو امنیت ټینګ شي

9 Jun 2019 - 16:27
9 Jun 2019 - 16:27

جلال اباد (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۸): په ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي، د دغه ولايت له دوو ولسواليو پرته د ټولو ولسواليو امنيت تر کنټرول لاندې دی او هڅه کوي چې د ولسمشرۍ تر ټاکنو د دغو ولسواليو امنيت هم تامين کړي.

دوی وايي، شېرزاد او حصارک ولسواليو ته يې هم عملياتي پلانونه جوړ کړي چې ډېر ژر به د عملياتو له پيل سره له يادو سيمو هم وسله وال و ايستل شي.

په ننګرهار کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا رييس ارکان ډګروال قنداغا ساپي دا څرګندونې د غبرګولي په ۱۹مه د دې لوا په انګړ کې د يو رسنيز کنفرانس پر مهال وکړې.

په ياد کنفرانس کې هغه وسلې او قاچاقبر هم رسنيو ته وښودل شول چې تېره ورځ د ملي اردو ځواکونو په مومندرې ولسوالۍ کې نيولې وې.

د ملي اردو دغه چارواکی وايي، سرتېرو يې پرون يو چک پاينټ کې چې د مومندرې په ګردي غوث سيمه کې يو کس چې جلال اباد ښار ته يې ۱۳ ميله وسلې انتقالولې، نيولی او وسلې يې هم ترلاسه کړې دي.

ډګروال قنداغا ساپي زياته کړه، د دوی سرتېري له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه د ننګرهار په ۲۰ ولسواليو کې د امنيت پر ټينګښت بوخت دي او امنيت يې تامين کړی دی.

هغه زياته کړه، په شلو ولسواليو کې په تېرو څو مياشتو کې عمليات ترسره شوي او امنيت تامين دی؛ خو يوازې شېرزاد او حصارک ولسواليو کې لا هم امنيتي ګواښونه موجود دي.

دی وايي، له نورو افغان ځواکونو سره په ګډه هڅه کوي چې تر راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د دې ولسواليو خلکو ته هم په ټاکنو کې د برخې اخيستو زمينه برابره کړي.

ده وويل، حصارک او شېرزادو ولسواليو ته هم پلانونه جوړ شوي چې ډېر ژر به د عملياتو په ترسره کولو امنيت تامين او ټاکنو ته به زمينه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس هم په شېرزادو ولسوالۍ کې د ټاکنو پر وړاندې د خنډونو په اړه اندېښنه وښوده.

ذبيح الله وګړي په دغه ولايت کې د نومليکنې د تقويتي لړۍ د پيل پر مهال وويل چې له شېرزادو پرته په ټول ننګرهار کې نومليکنه پيل شوې؛ خو چارواکو ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به هلته هم دا لړۍ پيل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version