کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۸): د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یو نړیوال کمېشنر، له دې مخکې د خپل هېواد (ګانا) په ټاکنو کې پر څو ځلې فساد تورن دی.
د ګانا هېواد اوسېدونکې مېرمن چارلوټ کسون اوسي او د نیپال هېواد اوسېدونکې نیل اپرني د روان کال د غبرګولي په اتمه د ولسمشر محمد اشرف غني د اتمې ګڼې فرمان له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د نړیوالو غړو په توګه وګومارل شوې.
د ټاکنو قانون پر بنسټ، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون یادې نړیوالې خپلواکې غړې، د رایې ورکړې حق نه لري او ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدنې او رڼو، عادلانه، سراسري او ټولو نوماندانو او نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ ټاکنو ترسره کولو لپاره د خپلو تجربو شریکولو په برخه کې له کمېسیون سره همکاري کوي.
مېرمن چارلوټ کسون اوسي چې ۵۰ کلنه ده، خپلې زده کړې یې د حقوقو په څانګه کې سر ته رسولې دي او له ۲۰۱۵ کال راهيسې د ۲۰۱۸ کال تر جون میاشتې یې د ((ګانا)) ټاکنو کمېسیون مشرې په توګه دنده ترسره کړې ده او په یاده موده کې یې څو ځلې د ګانا د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو کمېسیون ریاست مشري کوله.
د (Graphic Online) خبري اژانس له لوري د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۹مه خپورشوی login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن