کابل (پژواک، ۲۱غبرګولی ۹۸): د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په کابل کې د کانکور ازموینې په لومړي پړاو کې وویل چې د کانکور ازموینې پایلې د روان کال د چنګاښ تر شلمې اعلانېږي او د کانکور ۸۵ سلنه ګډونوال د نیمه لوړو او لوړو زده کړو موسسو ته جذبېږي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالاحد بالاکرزي نن په کابل کې د کانکور ازموینې د لومړني پړاو پر مهال خبریالانو ته وویل چې په ټول هېواد کې نږدې ۲۰۰زره کسانو په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده.
نوموړي یادونه وکړه چې د کانکور له ګډونوالو ۶۱ سلنه دولتي نیمه لوړو او لوړو زده کړو موسسو او ۲۴ سلنه خصوصي نیمه لوړو او لوړو زده کړو موسسو ته جذبېږي.
د کانکوز ازموینو کمېټې د مسوولینو په وینا، د ۱۳۹۶ کال کانکور ازموینه کې څه باندې ۲۰۰زرو کسانو ګډون کړی و او نږدې ۱۰۲زره کسان د نیمه لوړو او لوړو زده کړو په موسسو کې جذب شوي دي.
د بالاکرزي له معلوماتو سره سم، د کانکور ازموینې د روان کال د وري په اوومه پیل او تر اوسه له کابل او ننګرهار پرته د هېواد په ټولو ولایتونو کې اخیستل شوې دي.
د هغه په خبره، په کابل کې ۵۲زرو کسانو په ازموینه کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې ده چې ۲۲زره یې نجونې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې په کابل کې د کانکور ازموینه په څلور پړاوونو کې د غبرګولي په ۲۱، ۲۲، ۲۳ او ۲۴مه واخیستل شي.
د لوړو زده کړو سرپرست وویل چې سږ د مني سمستر درسونه د زمري په پنځلسمه پیلېږي او د کانکور ازموینې پایلې د چنګاښ له ۱۵مې تر ۲۰ مې اعلانېږي.
ټاکل شوې چې د ننګرهار ولایت کانکور ازموینه راتلونکې اوونۍ واخیستل شي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر زیاته کړه چې ټاکل شوې د ننګرهار کانکور ازموینې له اخیستو وروسته، د کانکور وروستۍ متفرقه ازموینه د چنګاښ په اوومه په کابل کې واخیستل شي.
هغه یادونه وکړه چې په ازموینه کې د لا روڼتیا لپاره، د کانکور هر ګډونوال ته د پوښتنو جلا کتابچه په پام کې نیول شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن