ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو انځورګر د جګړې د زيانونو په اړه د خپلو انځورونو نندارتون جوړ کړ

11 Jun 2019 - 14:01
11 Jun 2019 - 14:01

جلال اباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۸): ننګرهار کې يو انځورګر د جګړې د زيانونو او سولې د ګټو په اړه د خپلو انځورونو نندارتون جوړ کړی او وايي، موخه يې خلکو ته د سولې پيغام رسول دي.

د انيس بشير په نوم ياد انځورګر (جنګ بس دی، سوله غواړو) تر عنوان لاندې دا يو ورځنی نندارتون د غبرګولي په ۲۱مه د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې جوړ کړی و.

نندارتون ته ورغلي کسان وايي، د انيس بشر په انځورګرۍ کې د لر او بر مظلوم ولس د مظلوميت پيغام وړاندې شوی او حکومت بايد د هنرمندانو د دې ډول هنرونو پالنه وکړي.

د جوړ شوي نندارتون انځورګر انیس بشیر پژواک اژانس ته وویل، له کلونو راهیسې انځورګري کوي او د ننګرهار والي په مالي ملاتړ یې د جنګ بس دی،سوله غواړو تر عنوان لاندې نن خپل جوړ شوي انځورونه نندارې ته کېښودل.

نوموړی وايي، له نندارتون يې موخه د انځور په ژبه په لر او برو پښتنو باندې د روانو ظلمونو په اړه نړۍ ته پيغام رسول دي.

هغه زياته کړه، په دې نندارتون کې يې د ټولنې بېلابېلو ناخوالو، جګړې پر ضد او سولې غوښتنې  ترڅنګ د افغان سياسي مشرانو او د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو فعالانو انځورونه نندارې ته ايښي دي.

نوموړي وويل، لا هم دلته د هنرمند قدر نشته خو نندارتون ته ورتلونکي په کم شمېر کې خلک يې حوصله لوړوي.

بلخوا د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې د دغه نندارتون ليدلو ته ورغلی و، رسنيو سره خبرو کې وويل، چې د دغه ولايت د ټولو هنرمندانو چې ورته وړانديز وکړي د هنر د پالنې ترڅنګ به يې ملاتړ هم وکړي.

والي، د انيس بشير د انځورګرۍ په اړه وويل، چې نوموړي د محلي توکو چې په  کې د خوړ تیږې، خیاطۍ ټوټې، شګې او نور مواد شامل دي، په لوړ فکر سره یې د هغه کسانو چې د نظام جوړونې او سولې لپاره کار کوي، د جنګ، سولې، فقر، غربت او نورو برخو انځورګري کړې ده .

د یاد نندارتون څخه یوه لیدونکي عاشق الله وویل، لومړی ځل دی چې د انځوریز نندارتون څخه لیدنه کوي او خوښي یې وښوده،چې د جګړې پر ضد او د سولې د غوښتنې په موخه د ګوتو په هنر د جوړ شوي انځوریز نندارتون څخه لیدنه کوي.

په ياد نندارتون کې د دغه انځورګر له لوري د لونګو له دانو، د ميخونو او تار، د خوړ له کاڼو، رنګونو، ټوټو او نورو څخه انځورونو جوړ شوي و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version