جلال اباد (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د لغمان ولايت چارواکي وايي، د کابل – جلال اباد پر لويه لاره قرغيو ولسوالۍ کې يو موټر سيند ته لوېدلى چې له امله يې د يوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي دي.
چارواکي وايي، پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې په موټر کې له سپرو شپږو کسانو يوازې دوه يې ژوندي راوتلي دي.
د لغمان د والي وياند اسد الله دولت زي د غبرګولي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، د کابل ــ جلال اباد پر لویه لاره سیند ته د یوه کرولا موټر غورځېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ دوه غړي ژغورل شوي او څلور يې نادرکه دي او مړه شوي به وي.
هغه زياته کړه، تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د کابل ــ جلال اباد پر لویه لاره د قرغیو ولسوالۍ اړوند د مشعلې کمر په سیمه کې یو کرولا موټر سیند ته لوېدلى دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه موټر کې سپاره ټول د یوې کورنۍ غړي وو،چې اصلاً د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
دی زياتوي، دغه راز په دغه پېښه کې دوه تنه ژوندي را ایستل شوي او پاتې څلور یې لا هم په اوبو کې نادرکه دي چې د پیدا کېدو هڅې یې روانې دي.
د والي وياند زياتوي، د دغې پېښې لامل د موټر چلونکي ګړندی تګ او بې احتیاطي په ګوته شوې ده.
ويل کېږي چې يو جسد د قرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيدا شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن