جلال اباد (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۹۸): د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ځمکو هوارولو د ۸۴ دستګاوو د وېش لړۍ هم له ننګرهار څخه پیل شوه.
بلخوا د ننګرهار چارواکي وايي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په دغه ولايت کې د ۱۸۵ميليونه افغانيو په لګښت لسګونه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته يې وسپارلې.
د دوى په وينا، د اوبو رسولو او يو شمېر نورو برخو کې دا پروژې د ننګرهار په اتو ولسواليو کې بشپړې شوې چې چارواکي وايي، سلګونه کسانو ته به يې ګټه ورسېږي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار په ۸ ولسوالیو کې د کرنې او مالدارې وزارت له لوري د اوبو رسولو په برخه کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۲ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او روان کال د یاد وزارت له لوري د ۴۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه نورې پروژې پلې کېږي.
دی زياتوي، دغه راز د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ځمکو د هوارولو د ۸۴ دستګاوو د وېش لړۍ هم له ننګرهار څخه پیل شوه .
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو چارې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل او کرنې او مالدارۍ وزارت د معين حشمت الله غفوري له لوري پرانيستل شول.
هغه زياته کړه، يادې ۲۲ پروژې به په کوز کونړ، خوږیاڼو، روداتو، ګوشتې، بهسودو او کامې په ګډون د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کې پلې شي چې په نمونوي شکل یې د شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه د کوز کونړ په کاشکوټ سیمه کې ګټې اخیستنې ته وسپارله.
دی وايي، کرنې او مالدارۍ وزارت د روان کال په ترڅ کې د ننګرهار لپاره د ۴۳۲ میلیونه بودجه د پروژو لپاره ځانګړې کړې، دغه راز د شینوارو ۶ ولسوالیو لپاره پنځوس میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې چې ژر به قرارداد ته ورکړل شي.
د والي وياند دا هم وويل چې د ننګرهار والي او د کرنې او مالدارۍ وزارت معین له لوري د کرنې وزارت د ۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ځمکو هوارولو د ۸۴ دستګاوو د وېش لړۍ بزګرانو ته د اسنادو په ورکړې سره پیل شوه.
هغه زیاته کړه، د یادو دستګاوو په کارونې سره به ځمکې هوارې شي، د محصولاتو په کچه کې به دېرش سلنه لوړوالی راشي او د اوبو ضایعه کېدو په برخه کې به ۲۵ سلنه مخنیوی وشي .
دا لومړی ځل دی چې د لوړو او ټیټو ځمکو هوارولو په موخه د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري ځآنګړې دستګاوې وېشل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن