ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د یوې رایې د معتبر ګڼلو یا ابطال لپاره رایه اچونه له اصولو سرغړونه ده”

21 Jun 2019 - 16:06
21 Jun 2019 - 16:06

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۸): حقوقپوهان وايي چې د ولسي جرګې د ریاست لپاره میر رحمان رحماني ته لوېدلې لانجمنه رایې د معتبروالي معیار نه دی پوره کړی، نو اصولاً په کار نه ده چې د معتبر ګڼلو یا ابطال لپاره پرې رايه اچونه وشي.

د حقوقي چارو کارپوه اجمل هوډمن وايي چې د يوې رايې د اعتبار او نه اعتبار لپاره تخنيکي معيارونه او دلايل په کار دي او زیاتوي، اصولاً دا سمه نه ده چې د يوې رايې د معتبر ګڼلو يا ابطال لپاره د وکيلانو رايې واخيستل شي؛ ځکه وکيلان تخنيکي معيارونه په پام کې نه نيسي او په سياسي انګېزه رايې ورکوي.

نوموړی دغه راز وايي چې سترې محکمې ته هم د دې موضوع وړاندې کول مورد نه لري؛ ځکه چې دلته د اساسي قانون تفسير ته اړتيا نه ليدل کېږي.

هوډمن ویلي: ((د اساسي قانون حکم ډېر واضح دى؛ رحماني ته ۱۲۴ وکيلانو رايې نه دي ورکړې؛ په دې معنا چې د اساسي قانون له مخې ولسي جرګې پرېکړه نه ده کړې چې هغه رييس شي او هېڅوک حق نه لري چې د ولسي جرګې رياست ته عنفاً په ﺯور ننوځي.))

د نوموړي په خبره چې دلته د اساسي قانون د تطبيق پوښتنه مطرح ده او زیاتوي چې د اساسي قانون پر تطبيق باندې څارنه د اساسي قانون د کمېسيون دنده ده او دغه کمېسيون بې له دې چې ور نه وغوښتل شي کولاى شي مداخله وکړي او موضوع وڅېړي.

همدارنګه د حقوقي چارو یاد کارپوه وايي: ((هر هغه څوک چې د کمېسيون پرېکړه نه مني، اجرائيه قوه کولاى شي د هغه پر وړاندې اقدام وکړي، حکومت او قضاء په داسې مسايلو کې چې د قواوو ترمنځ د تفکيک او مداخلې مسئله په کې مطرح وي، قانوناً او نزاکتاً مداخله نه کوي او مناسبه هم نه ده چې د مقننه قوې جنجالونه د دولت درې ګونو قوو ته سرايت وکړي.))

هوډمن زیاتوي چې د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې کمېسيون د دولت مستقل ارګان دى او بايد خپل کار وپېژني.

د یادونې ده، په ولسي جرګه کې د وکیلانو ترمنځ له هغه وروسته ناندرۍ راپورته شوې چې د دې جرګې د ریاست لپاره د دویم پړاو ټاکنو د پایلو پر سر اختلاف رامنځته شو.

په دې ټاکنو کې چې د غويي په ۲۸مه ترسره شوې، میر رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې واخیستې، خو د بریا لپاره ۱۲۴ رایو ته اړتیا وه چې رحماني پوره نه کړې او بریالی اعلان شو.

اوس د جرګې د غړو ترمنځ د هغې رایې پر سر اختلاف موجود دی چې د رحماني په ګټه لوېدلې وه خو د ځینو دلایلو له مخې باطله اعلان شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version