کابل(پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۹۸): د ولسي جرګې نننۍ ناسته د چهارشنبې په ورځ ددې جرګې د غړو تر منځ د فزیکي شخړې له امله تر ځانګړو امنیتي تدابیرو لاندې ترسره شوه، خو پایله یې نه درلوده او لاهم مخالفتونه موجود دي.
د ملي شورا ۱۷ مه تقنیني دوره د روان کال د غویي په شپږمه پرانیستل شوې خو ولسي جرګه تر اوسه رییس او اداري پلاوی نه لري.
د ولسي جرګې د ریاست تېرې ټاکنې د کمال ناصر اصولي او میررحمان رحماني ترمنځ ترسره شوې خو پایله یې ځکه روښانه نه شوه چې د جرګې غړي د ټاکنو په ورځ ددې جرګې د نصاب په اړه اختلاف درلود، ځینو ۲۴۴ او ځینې نورو ۲۴۷ باله.
که د ولسي جرګې د ټاکنو د ورځې نصاب ۲۴۴ کسان وي بریالی نوماند ۱۲۳ رایو ته اړتیا لري، خو که نصاب ۲۴۷ کسان وي بریالی نوماند باید ۱۲۴ رایې ترلاسه کړي.
رحماني د ټاکنو په ورځ ۱۲۳ رایې تر لاسه کړې وې خو پلویان یې وايي چې د نوموړي یوه سمه رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې، خو د جرګې نور غړي بیا دغه رایه باطله ګڼي او وايي، یاده رایه د موقت رییس له خوا باطله اعلان شوې ده.
د تېرې اوونۍ د چهار شنبې په ناسته کې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د همدې موضوع پرسر د اختلاف له امله لومړۍ لفظي او وروسته فزیکي شخړه وکړه.
د دې جرګې نننۍ ناسته په داسې حال کې ترسره شوه چې رسنیو ته یې د پوښښ اجازه نه وه او د عادي ورځو خلاف د شورا په داخل او بهر کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي و، د وکیلانو وسله والو ساتونکو لپاره د جرګې تالار ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېده او امنیتي سرتېري شورا ته پر تللي واټ د وکیلانو موټر تلاشي کول.
په مشرانو جرګه کې د پکتیکا د خلکو استازي جمعه الدین ګیانیوال پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د چهارشنبې د ورځې د جنجال له امله موږ څو ځایه تلاشي شوو او نن د ملي شورا د غړو هېڅ امنیتي ساتونکي ته اجازه ورنه کړل شوه چې شورا ته داخل شي، پذیرش بند دی، د شورا د غړو سکرټران او دستیاران شورا ته د داخلېدو اجازه نه لري.
د جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظر درلود.
په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازي اسدالله شهباز د جرګې له نننۍ ناستې وروسته رسنیو ته وویل، په نننۍ ناسته کې وکیلانو په تیت او پاشانه توګه له یو بل سره خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه، د ولسي جرګې یو شمېر غړو له جلا ناستو وروسته پرېکړه وکړه چې نور له مصلحتونو استفاده ونه شي، بلکې د رییس په ټاکلو کې دې له قانون سره سم عمل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د غړو تر منځ اختلاف لا هم نه دی حل شوی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن