ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان دیني عالمانو له خلکو د ټاکنو لپاره نوملیکنه کې د پراخ ګډون غوښتنه وکړه

23 Jun 2019 - 17:03
23 Jun 2019 - 17:03

پلخمري (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۸): د بغلان ديني عالمانو له خلکو غوښتنه وکړه چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه د نوم ليکنې په روانه پروسه کې ګډون وکړي.

دغه غونډه نن د بغلان په مرکز پلخمري کې جوړه شوې وه چې لسګونو ديني عالمانو په کې برخه اخيستې وه.

په دې ناسته کې ديني عالم مولوي عبدالنصیر حمیدي وویل، ديني عالمان مکلف دي چې له روانو ستونزو د خلاصون په موخه خلک په ټاکنو کې د ګډون لپاره وهڅوي.

هغه وویل: ((خلک بايد ټاکنو کې ګډون وکړي خو د تېرو ټاکنو په څېر جنجالونه بايد پيدا نه شي؛ ځکه تر اوسه هم خلک د تېرو ټاکنو له جنجالونو سره په ستونزو کې دي.))

نوموړي د بغلان له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه پر خپلو تذکرو سټېکرونه ولګوي.

دغه راز د بغلان د دیني عالمانو ټولنې ريیس مولوي سراج الدین سیرت هم له راتلونکو ټاکنو د ملاتړ تر څنګ وويل چې خلک  بايد په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي.

هغه زياته کړه: ((خلک بايد په ټاکنو کې د سمت او قوميت پر ځاى پوهه په نظر کې ونيسي او وړ کس ته رايه ورکړي.))

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې ملا امامان هم بايد خلکو ته د ټاکنو په اړه معلومات ورکړي او هغوى وهڅوي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د غونډې په پاى کې د بغلان والي احمد فرید بسیم وويل چې ځيني کسان د ډيموکراسۍ او نظام له پياوړتيا څخه وېره لري او د ځان پر زيان يې بولي.

ده وويل: ((دغه کسان بيا نه غواړي چې ټاکنې بريالي شي خو خلک تر پخوا ډېر هوښيار شوي او دغه ملي پروسه به حتمن بريالۍ کوي.))

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په ولسمشريزو ټاکنو د ګډون په موخه تقويتي نوم ليکنه په ٣٤ ولايتونو پيل شوه او لا هم دوام لري.

ټاکل شوې ده چې ولسمشريزې ټاکنې د روان کال د تلې مياشتۍ په شپږمه نېټه ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version