کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٨): په افريقايي هېواد ايتوپيا کې د کودتا هڅه ناکامه شوې او د دغه هېواد د پوځ مشر وژل شوى دى.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د ايتوپيا په امهارا سيمه کې د حکومت خلاف بغاوت شوى و او باغيانو هڅه کوله چې د کودتا له لارې د حکومت واګې په لاس کې واخلي.
سرچينې زياته کړې چې د کودتا پر مهال د پوځ مشر جنرال سيارې مکينن د خپل يوه ساتونکي له خوا وژل شوى او ويل کېږي چې ساتونکی يې له باغيانو سره يو ځاى شوى و.
په راپورونو کې ويل شوي چې د باغيانو په بريدونو کې د امهارا ايالت مشر او د هغه يو مشاور هم وژل شوي دي.
بلخوا د ايتوپيا په پلازمېنه حديثه بابا کې هم د ډزو غږونه اورېدل شوي او هلته اضطراري حالت اعلان شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن