جلال اباد (پژواک، ٥ چنګاښ ۹۸): ځايي چارواکي وايي، د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ نږدې ۳۰ سلنه کورونه او نور عامه ځايونه د جګړو له امله تخريب شوي او يا هم په بشپړه توګه ړنګ شوي دي.
په دې ولسوالۍ کې له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې داعش وسله وال د حکومتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي چې چارواکي وايي، اوس د ولسوالۍ ډېرې برخې له دې ډلې پاکې شوې دي.
د ځايي خلکو او مسوولینو په وينا، ولايتي ادارې ورسره د ړنګ شوو کورونو او نورو عامه ځايونو د بيارغونې ژمنې کړې، خو تر اوسه عملي شوې نه دي.
دوی وايي، له همدې امله د ړنګو کورونو خلک لا هم له مجبوريته په نورو ځايونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
عبدالصمد د دې ولسوالۍ د ګورګورۍ سيمې اوسېدونکی دی؛ خو اوس د جګړو له امله کډوال شوی او د ولسوالۍ تر څنګ په امن سيمه کې د بل چا په کور کې دېره دی.
دی وايي، کله ناکله د خپلې ړنګې مېنې ليدلو لپاره د امنيتي ځواکونو له اجازې وروسته ځي خو هلته د ژوند کولو لپاره هېڅ ضمانت موجود نه دی.
يو بل سپين ږيری سيد عالم چې کور يې د جګړو له امله وران شوی او اوس د دې ولسوالۍ په يوې بلې امنه سيمه کې ژوند کوي وايي، حکومت ورسره د مرستو ژمنې کړې؛ خو لا تر اوسه يې هېڅ مرسته نه ده ور رسولې.
د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې د جګړو له امله شاوخوا ۳۰ سلنه کورونه او نور عامه ځايونه ړنګ شوي دي.
دی زياتوي، د ګورګورۍ، شابۍ، اوغز او ګاګرې کلیو او د شيخا، کلا، لوي پاپين او کم پاپين کلي لا هم د اوسېدو نه دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو کليو او يو شمېر نورو سيمو کې شاوخوا ۱۴۵۰ کورونه ړنګ شوي، پلونه، پلچکونه، لارې، جوماتونه، ښوونځي او روغتيايي مرکزونه يې هم تخريب شوي دي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، څو ځلې د ړنګو مېنو او ځايونو سروې شوې، ولايتي ادارې د همکاريو ډاډ ورکړی خو لا تر اوسه يوه خښته په بله لا نه ده اېښودل شوې.
د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير محمد عمر غورځنګ له پژواک سره په خبرو کې وويل، په دې ولسوالۍ کې د ۲۶ ښوونځيو له ډلې يوازې څلور هغه يې ودانۍ لري او نور پاتې ټول يې يا له پخوا بې ودانۍ دي او يا هم د جګړو له امله يې ودانۍ له لاسه ورکړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن