ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې درېیو ولسي پاڅون کوونکو خپل ۶ همکاران وژلي

26 Jun 2019 - 16:44
26 Jun 2019 - 16:44

 

شبرغان (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٨): په جوزجان کې درې ولسي پاڅون کوونکو چې مخکې یې د داعش ډلې غړيتوب درلود، خپل شپږ همکاران وژلي، دوه نور یې ټپیان کړي او د پوستې مهمات یې طالبانو ته تسلیم کړي دي، بلخوا په سمنګان کې دوه ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د قوش تپې ولسوال امین الله پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په ګذر کلي کې د ولسي پاڅون کوونکو په امنیتي پوسته کې رامنځته شوې ده.

هغه روښانه کړه چې د جاوېد، محمد او اصف په نومونو کسان چې مخکې یې د داعش ډلې په جوړښت کې د دې ډلې د مسوولینو قاري حکمت او شجاع الدین د ساتونکو په توګه په جوزجان ولایت کې فعالیت درلود، تېر کال دولتي سرتېرو ته تسلیم او ایران ته تللي وو.

هغه زیاته کړه، یاد کسان څه موده مخکې بېرته ولسوالۍ ته راغلي او د ولسي پاڅون کوونکو په جوړښټ کې جذب شوي وو.

د قوش تپې د ولسوال په خبره، دوی تېره شپه د ګذر کلي د پوستې د قوماندان په ګډون خپل شپږ همکاران وژلي او د پوستې مهمات یې طالبانو ته سپارلي دي.

نوموړي زیاته کړه، د دې پوستې ټولو ۱۱ منسوبینو مخکې د داعش لپاره کار کاوه او اوس یاده پوسته له امنیتي منسوبینو تشه ده.

نوموړي دا پوښتنه ځواب نه کړه چې د سولې له بهیر سره څومره شمېر یو ځای شوي داعشیان د ولسي پاڅون کوونکو په لیکو کې جذب شوي دي.

خو د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي چې ځان یې په مستعار نوم (شاه محمد) معرفي کړ پژواک خبري اژانس ته وویل، د داعش ډلې لږ تر لږه ۳۰ کسان ددې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو په لیکو کې فعالیت کوي چې په هېڅ یوه باور نشته.

هغه زیاته کړه، د یادو کسان یو شمېر دوستان اوس د طالبانو په لیکو کې فعالیت کوي او لرې نه ده چې دوی هم امنیتي سرتېرو ته تر زیان رسولو وروسته له طالبانو سره یو ځای شي.

نوموړي د اندېښنې په څرګندولو وویل، حکومتي مسوولین باید په دې اړه غور وکړي، ځکه په دې برخه کې ډېر لږ غفلت د ډېر شمېر کسانو د مرګ لامل کېږي او په سیمه کې د جګړې اور قوي کوي.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد په یوه پیغام کې ویلي، د دوی نفوذي کسانو د ګذر کلي په پوسته کې شپږ کسان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version