ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې ٣١ ټنه نشه يي توکي سوځول شوي او نیمروز کې ٢٤٤ کیلو ترياک نيول شوي

30 Jun 2019 - 19:56
30 Jun 2019 - 19:56

هرات/نیمروز (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): په هرات کې د دوه میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت ۳۱ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول او د نیمروز پولیسو ٢٤٤ کیلوګرامه ترياک نیولي دي.

د هېواد له نشه يي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالي عمومي رئيس محمد الف عرفانی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده اندازه نشه يي توکي د هرات امنیتي ځواکونو له خوا په وروستي یو کال کې کشف او نیول شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو نشه يی توکو کې هیرویین، چرس، تریاک، الکولي مشروبات او شیمي مواد شامل دي.

ده زیاته کړه: "په ۱۳۹۷ کال او د روان کال په لومړۍ ربعه کې  د ټول هېواد په کچه د نشه يی توکو ۱۳۵۰ پېښو باندې له رسېدو وروسته محکمو حکمونه صادر کړي دي."

ده څرګنده کړه، د دې پېښو په تړاو له ۱۳۵۰ نیول شوو کسانو څخه ۱۷ کسه د ایران، پاکستان، ازبکستان او نورو هېوادو وګړي دي.

سرچينې د دې په ویلو چې په روان کال کې د هېواد په کچه ۸ ستر قاچاق کوونکي نیول شوی دي، زیاته کړه: ((طبیعي ده چې د دې کسانو ریښې د هېواد په دننه او بهر کې دي او نړۍ په دې موضوع کې ښکېله ده.)

په ورته وخت کې د نشه يی توکو پر ضد مبارزې وزارت معین محمد هاشم اورتاق پژواک خبري اژانس ته وویل: "کورنۍ او نړیوالې مافیايي ډلې لاس په لاس شوي او دغه غیر قانوني مواد په هېواد کې دننه جوړوي، له دې شیمي موادو څخه په شیشې او هیرويینو کې کار اخلي."

نوموړي د وروستیو هوايي بریدونو په اړه وويل چې په دې ولایت کې په دې وروستیو هوايي بریدونو کې د نشه يی توکو د پروسس ٥٣ فابریکې د هغو له سترو زېرمو سره چې ارزښت يې يو ميليارد ډالر اټکل شوى، له منځه وړل شوې دي.

 افغانستان د عدلي او قضايی مرکز د نشه يی توکو پر ضد مبارزې د استیناف محکمې رئیس محمد نجیم حمیدي وویل: "ډېر نیول شوي مجرمین د هرات، کابل او ننګرهار له ولایتونو څخه دي چې اوسمهال هم په بند کې شپې سبا کوي."

د یوه بل خبر له مخې، د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې په کنګ ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال يې ٢٥٠  کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او په لاس راوړي دي.

د نیمروز ولایت امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر مسوول محمد ابراهیم امینی، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د نیمروز د کنګ ولسوالۍ په درویشک سیمه کې د عملیاتو پر مهال يې ۲۴۴ کیلوګرامه ترياک، ۹ کیلوګرامه کیمیاوی توکي له یوه کرولا موټر سره کشف او ضبط کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد نشه يی توکي له افغانستان څخه ایران قاچاق کېدل چې د ایران او افغانستان ترمنځ پولې ته نږدې نیول شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version