ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په ولسمشرۍ ټاکنو کې دې له کډوالو سره هر ډول همکاري وشي”

30 Jun 2019 - 16:39
30 Jun 2019 - 16:39

کابل (پژواک،۹ چنګاښ ۹۸): «د افغانستان د کډوالۍ د څار بنسټ» په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د کډوالو د ګډون لپاره د عملي میکانیزم نه شتون په یادو ټاکنو کې د ۳،۵ میلیونخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو د نه ګډون لامل ګڼي او ګواښ کوي چې که حکومت او ټاکنیز بنسټونه یې غوښتنې ونه مني مدني اعتراضونه به وکړي.

د کډوالو د څار بنسټ د اړیکو مسوول عبدالعزیز خطیبي نن په یوه خبري ناسته کې وویل: ((له تېرو درېیو اوونیو راهیسې مو په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو کسانو د ګډون په تړاو د ګډوالو او بېرته راستنېدو چارو وزارت، ټاکنیزو بنسټونو (د ټاکنو کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون) او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو ته وړاندیزونه لېږلي خو تر اوسه هېڅ ارګان ورته ځواب نه دی ورکړی.))

نوموړي د نننۍ خبري ناستې د جوړېدو موخه تر دولتي مسوولینو د دغه پیغام رسول وبلل او زیاته یې کړه: ((غوښتنه مو دا ده چې د ۳، ۵ میلیون داخلي بېځایه شوو او هغه بېرته راستنېدونکو چې له ایران او پاکستانه راستانه شوي او د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې په کمپونو کې ژوند کوي د رایې حق وانه خیستل شي او دوی باید په ولسمشرۍ ټاکنو کې د رایې ورکولو مستحق وګڼل شي.))

په ورته وخت کې د کډوالۍ د څار اجرایوي مسوولې نیلاب ظفري وویل، د ټاکنو په بهیر کې د افغان کډوالو د ګډون په برخه کې د دغه بنسټ وړاندیزونو ته د نه رسېدو په صورت کې دغه بنسټ تصمیم لري چې پراخې عدالت غوښتنې وکړي.

نوموړي د هېواد په ډېری سیمو کې د بېرته راستنو شوو او بېځایه شوو د اوسېدو له سیمو د رایې ورکونې د مرکزونو ډېر واټن یوه ستونزه بللې او وړاندیر یې کړی چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د دغو کسانو د پراخ ګډون لپاره باید د افغان کډوالو د اوسېدو سیمو ته نږدې د رایو مرکزونه جوړ شي.

په دې ناسته کې یو پرېکړه لیک هم خپور شو چې په کې راغلي: ((د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارته غواړو چې په اوسنیو او راتلونکو ټاکنو کې د کډوالو د ګډون لپاره د یوه عملي میکانیزم له لارې له ټاکنیزو بنسټونو سره د پوهاوي ورکولو، ظرفیت جوړونې او زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.))

په پرېکړه لیک کې د ټاکنو له کمېسیون او نورو اړوندو کورنیو بنسټونو جدي غوښتنه شوې چې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشرۍ ټاکنو کې د کډوالو د ګډون لپاره جدي پاملرنه وکړي.

د خبرپاڼې په دوام د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو، سیاسي ګوندونو او په ټاکنو پورې اړوند مدني ټولنو غوښتنه شوې چې په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې له کډوالو سره هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

دغه راز په خبرپاڼه کې له نړیوالو بنسټونو غوښتنه شوې چې په مالي او تخنیکي او په ځانګړې توګه په راتلونکو ټاکنو کې د کډوالو د ګډون په برخه کې هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.

د خبرپاڼې په یوه برخه کې ګواښ شوی چې: ((که ټاکنیز کمېسیونونه زموږ غوښتنو ته رسېدنه ونکړي د هېواد په مرکز او ولایتونو کې به پراخې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړو.))

د کډوالو څارونکي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د هېواد په ۱۵ ولایتونو، دغه راز المان، اتریش او یونان هېواد کې فعالیت لري، د یاد بنسټ موخه مسوولینو ته د داخلي او بهرنیو کډوالو د غږ رسول دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version