ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ټولې ٧٥٠ ښځې په تقويتي پروسه کې ثبت شوې دي

30 Jun 2019 - 17:23
30 Jun 2019 - 17:23

کندهار (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): په کندهار کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې بهیر تېره ورځ پای ته ورسېد چې په ترڅ کې یې ۳۸۰۰ سړیو او ۷۵۰ ښځو نوم لیکنه کړې ده.

خو په دغه بهیر کې ناامني او د خلکو نه پوهاوی هغه ستونزې وې چې ډېر خلک له نوم لیکنې پاتې شول.

په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس هاشم دراني له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تقویتي نوم لیکنې بهیر تېره میاشت (د غبرګولي په ۱۸مه) پیل شوی و چې د روانې میاشتې (د چنګاښ په ۹مه) پای ته ورسېد.

هغه زیاته کړه، په دې موده کې په کندهار ښار او ۱۳ ولسوالیو کې ۳۴۰۰ سړیو او ۷۵۰ ښځو نوم لیکنه کړې ده.

د ده په خبره، د څلورو ناامنو ولسوالیو (غورک، معروف، میانشین او نېش) معلومات لا نه دي را رسېدلي، خو ښايي په یادو شوو څلورو واړو ولسوالیو کې شاوخوا ۴۰۰ تنو نوم لیکنه کړې وي چې په دې توګه ټولټال ۳۸۰۰ نارینه وو په نوم لیکنه کې برخه اخیستې ده.

د ده په خبره، دا چې دغو ولسوالیو ته مامورین او اسناد د ناامنۍ له امله د هوا له لارې لېږدول شوي، څو چې مامورین یې بېرته رالېږدول کېږي څو ورځې په بر کې نیسي.

د کندهار په کچه د ولسمشرۍ ټاکنو د تقویتي نوم لیکنې لپاره ۲۸ مرکزونه ځانګړي شوي وو چې په ټولو ۱۷ ولسوالیو کې یو- یو مرکز او په کندهار ښار کې ۱۱ مرکزونه پرانیستي وو.

تقویتي نوم لیکنه د هغو لپاره وو چې تازه یې د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړی و، له بهره هېواد ته راستانه شوي وو او یا یې کندهار ته نقل مکان کړی و.

د کندهار اوسېدونکي وايي، ناامنۍ او نه پوهاوی هغه ستونزې وې چې په نوم لیکنه کې یې د خلکو ګډون کم رنګه کړی و.

د کندهار د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک اژانس ته وویل، په ولسوالۍ کې یې د نوم لیکنې پر وړاندې تر ټولو جدي ستونزه ناامني وه.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ ډېره برخه د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده او یوازې د ولسوالۍ مرکز له امنیتي ځواکونو سره دی چې له همدې امله خلکو ونه شو کړای په نوم لیکنه کې ګډون وکړي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version