ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور او دایکنډي کې ۲۰ امنیتي سرتېري او ۳۷ طالبان وژل شوي

3 Jul 2019 - 18:54
3 Jul 2019 - 18:54

فېروزکوه/ نیلي (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۹۸): په غور او دایکنډي ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۲۰ امنیتي سرتېري او ۳۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور د ساغر ولسوالۍ اجرايي مدیر محمدخان د دغه مطلب څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه طالبانو د دغه ولایت د تولک او ساغر ولسوالیو پر پوله پر امنیتي پوسته برید وکړ.

هغه وویل چې طالبانو په دې لنډمهاله نښته کې د ولسي پاڅون کوونکو ۱۵ کسان وژلي او پوسته یې نیولې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دې نښته کې دوه طالبان هم وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: ((همدا اوس زموږ ولسوالۍ د طالبانو په واک کې ده او وضعیت سم نه دی، د امنیتي ځواکونو شمېر لږ دی؛ که بېړنۍ مرستې ونه شي، دا ولسوالۍ به سقوط وکړي.))

د غور والي ویاند عبدالحي خطیبي په ساغر ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري د امنيتي ځواکونو د پوستې نیول تایید کړل خو ویې ویل چې تر اوسه په پوسته کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات شتون نه لري.

هغه زیاته کړه: ((تېره شپه طالبانو برید وکړ او د تولک او ساغر ترمنځ د جواجه پوسته ونیوه، اوس دا پوسته د طالبانو په واک کې ده، خو تر اوسه د پوستې د وژل شوو او ټپي پولیسو په اړه راپور نه لرو.))

د غور ساغر ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي هم د دې ولسوالۍ د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د سیمې اوسېدونکي محسن کریمي د ټيلېفون په کرښه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((له یوې اوونۍ راهیسې جګړه روانه ده، ټولې پوستې یو په بل پسې سقوط کېږي، اوس تر مرکزه را رسېدلې ده، له دولت څخه غواړو چې دې وضعیت ته پاملرنه وکړي.))

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د دایکنډي امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې ۳۵ طالبان وژل شوي دي.

د دایکنډي امنیه قوماندان غلام سخي پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه د کجران ولسوالۍ په مناره بالا دشت او پدګګ سيمو کې پرامنیتي پوستو یرغلیز بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version