کندهار (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، د احمد شاه بابا کور او دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ورغول شي او د کندهار والي ته یې لارښوونه وکړه چې د کندهار ښار پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي.
ولسمشر اشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن د دغه ولایت د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.
له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په پیل کې د کندهار ولایتي شورا ريیس سیدجان خاکریزوال، نعمت الله شېردلي، فدا محمد افغان او زرغونې کاکړ د ولایتي شورا د غړو په استازیتوب خبرې وکړې او د افغانستان د سولې پروسې، د کندهار پوهنتون د پراختیا او د دغه پوهنتون د ماسټرۍ پروګرم د پیل، د روغتیایي خدماتو د ښهوالي، د امنیت تأمین ته د پاملرنې په ځانګړي ډول سرحدي ولسوالیو او په دغه ولایت کې د ښځینه بندیانو د ستونزو په برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه د جمهوررئیس سره شریک کړل.
ولسمشر غني د کندهار ولایتي شورا د غړو له نظرونو او وړاندیزونو څخه د مننې تر څنګ وویل، د احمد شاه بابا کور او دغه تاریخي ځای به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ورغول شي او د کندهار والي ته یې لارښوونه وکړه چې د کندهار ښار پراختیا ته جدي پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه، د ښځینه بندیانو ستونزو ته رسېدنه کېږي او اړوند بنسټونه به د قانون پر بنسټ د ښځینه بندیانو د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې اقدام وکړي.
دغه راز ولسمشر د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ولایتي شورا له غړو سره دې په ګډه د دغه ولایت د سرحدي ولسوالیو د امنیت د تأمین لپاره مشخص وړاندیزونه ترتیب کړي.
د يو بل خبر له مخې، ولسمشر تېر مازديګر د کندهار له ولسوالانو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
ولسمشر غني په ټینګار سره وویل چې د جنګ له امله د ولسوالانو او امنیه قوماندانانو سرچپه شوی رول باید بېرته جوړ او تعادل رامنځته شي.
هغه د ولسوالانو هلو ځلو، کړنو او سرښندنو څخه په مننې وویل، د ولسوالانو د عالي شورا په جوړولو سره به د دوی ډېرې ستونزې په اساسي توګه حل شي.
هغه زیاته کړه، له ارزونې او د معیارونو له پوره کولو وروسته به د ډنډ او تخته پل ولسوالیو په برخه کې اقدام وشي.
د يو بل خبر له مخې، ولسمشر کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې پرون مازدیګر د کندهار ولایت د ښوونځیو له ښوونکو او د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له استادانو سره وکتل او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
ولسمشر غني وویل، د ښوونکو د تشکیل په برخه کې دې مشخص وړاندیزونه وشي، دغه راز د کندهار پوهنتون عظمت ته په پام او دا چې اوسنی وضعیت یې په هیڅ ډول د منلو وړ نه دی، د دې پوهنتون د استادانو لپاره به فوق العاده تشکیل ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن