ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: په ملي تدارکاتو کې د ښځو اتحاديو ته پنځه سلنه ترجيح ورکول کېږي

4 Jul 2019 - 15:03
4 Jul 2019 - 15:03

کندهار (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، په ملي تدارکاتو کې به د ښځو اتحادیو تولیداتو ته د سړیو هغو په پرتله پنځه فیصده ترجیح ورکړل شي.

کندهار ته د سفر په دويمه ورځ ولسمشر اشرف غني نن د کندهار ولایت له یو شمېر ښځو سره په کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د هغو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

په پیل کې د کندهار د ښځو چارو ريیسې رقیې اچکزۍ او فرزانې ظفري د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د روغتیایي خدمتونو د کمبود، د درملو د کیفیت ټیټوالي، زده کړو، په دولتي ادارو کې ښځو ته د لازیاتې ونډې ورکولو، په نړیوال مارکېټ کې د ښځو لاسي صنایعو ته د زمینې برابرولو او د دندو د اجرا پر مهال د ښځو خوندیتوب او امنیت د ټینګښت په برخو کې یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د له ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د افغانستان ښځې په ځانګړي ډول د کندهار ښځې ټول افغانستان او نړۍ ته دا واضح پیغام لري چې دوی بنیادي، اساسي او تلپاتی بدلون او حقوق غواړي او په عین حال کې خپل وجايب پوره کوي.

هغه د ښځو د لاسي صنایعو ستونزې د حل په برخه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه وکړه چې له هېواده بهر دې د افغانستان ټولو له سوداګریزو اتشو سره د کندهار ولایت د ښځو د لاسي صنایعو لپاره یو خاص واحد جوړ کړي او په دې برخه کې دې اقدام وکړي.

ولسمشر د کندهار ولایت ښځو ته د تولیدي اتحادیو پر جوړولو ټینګار وکړ او وې ویل، په ملي تدارکاتو کې به د ښځو د اتحادیو تولیداتو ته د نارینه و د اتحادیو په پرتله پنځه سلنه ترجیح ورکړل شي.

هغه د ښځو روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې وویل، په دې برخه کې ځیني اقدامات شوي، خو کافي نه دي، خو ژر به د عینو مېنې په روغتون کې د ښځو لپاره ۱۰۰ بستره ځانګړي شي.

د يوه بل خبر له مخې، ولسمشر دغه راز نن د کندهار له علماوو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

یادو علماوو په کندهار ولایت کې د مدرسو، جوماتونو او د یوې عمومي دارالافتاح د جوړېدو، د علماوو لپاره د کاري زمینې برابرولو او د دغه ولایت د حج او اوقافو ریاست د تشکیل د زیاتېدو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه ولسمشر سره شریک کړل.

ولسمشر غني د هېواد د علماوو له هڅو مننه وکړه او وې ویل، په ټول هېواد کې د جوماتونو د جوړېدو په خاطر اقدام شوی او د کندهار ولایت په کچه یو لوی دارالعلوم جوړېږي، دغه راز يې د کندهار والي ته لارښوونه کړې چې د دې مدرسې د جوړېدو لپاره ځمکه په پام کې ونیسي.

ولسمشر زیاته کړه، د مرکزي دارالافتاح جوړېدو ترتیبات نیول شوي، خو په دې برخه کې زیاتې پاملرنې ته اړتیا ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version